د امریکا د جمهور رئیس د نوو څرګندونو په هکله نظر

د افغانستان مشکل ورځ تر بلې بغرنج کیږي ځکه په افغانانو باندې احساسات غلبه لري او د مسایلو حل په احساساتو نه بلکې په تدبیر او فکر حل کیدلې شي.
په کورني بعد کې دا مهمه ده چې افغانان څنګه د یو قانون په چوکاټ کې سره ژوند، کار او سیاست وکړې چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي. کاذب روایتونه، کاذب غرور او کاذبه تګلاره پخپله که هغه واکمنه ډله د طالبانو ده او که نور کرایه شوې کسان چې د بهرنیانو مداخلو ته زمینه مساعدوي، د افغانانو په ګټه نه ده.
د تیرو څلور کلونو راپدیخوا مو په کراتو یادونه کړې چې طالبانو واکمنه ډله چې نه د اسلام او نه د دنیا د رواج سره د حکومتولې لپاره مناسبه تګلاره لري، یوازې خپل ولس ځپي او زبېښي او د خیالي او کاذب غرور شعارونه ورکوي، نشي کولې چې دوام وکړي او یا د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره د ښو روابطو تعادل وساتلې شي.
اوسنې وضعیت چې د هیواد حاکمه ډله نه ملي او نه نړیوال مشروعیت لري، پخپله راروانو سیمه ایزو او نړیوالو رقابتونو او سیالیو ته زمینه برابروي او افغانان به د دغه رقابتونو قرباني وي.
له بده مرغه نیابتي ډلو ته که هغه د طالبانو حاکمه ډله ده چې د سیمې ځینو هیوادونو او افراطي ډلو سره اړیکې لري، او یا هم نور یو شمیر افغاني مخالف جنګي ګروپونه او په نامه سیاستوال چې په جنګ عقیده لري او د پردو مداخلو او رقابتونو ته خوشالیږي، د یو او بل دروازې د جنګ لپاره ټکوي، د تیرو تاریخي تیروتنو نه عبرت نه دی اخستې.
زمونږ په اند، که وضعیت همداسې دوام وکړي، په ارادي او غیر ارادي توګه سیمه ایز او نړیوال رقابتونو د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو لکه چین، روسیه، امریکا، هند، ایران، سعودي، ترکې او حتی نورو وړو هیوادونو، په افغانستان کې زیاتیږي.
د افغانستان د لارې حل، د سیمې او نړۍ او هم د افغانانو په خپلو منځو کې په رقابتونو او نیابتي جګړو کې نه دی بلکې د افغانانو، سیمې او نړۍ تر منځ د رقابتونو په عوض، په همکارې کې دی.
البته د ډیرو لپاره دا وړاندیز ایډیل نه ښکاري خو متبادل یې رقابتونه او جنګونه دي. ټولې خواوې باید د خپلو کاذبو تګلارو، شعارونو او څرګندونو په عوض د تدبیر په چوکاټ کې د یو معقولې لارې د حل لپاره زمینه مساعده کړي.
م زر ما ټوله زما نه کیږي چې د پیاده نه نیولې تر سر پورې یوازې ملا حاکم وي، مشر یې څوک ونه ویني او حتی په مهمو مسایلو کې لکه د کونړ یا هرات د وروستیو زلزلو غوندې پېښو کې پټ مخې ملا صیب سیمې ته لاړ نشي، خلکو ته تسلیت ورنه کړي او یا نورو مسایلو کې د ولس نه یې ځان ستر کړې وي.
داسې هم نشي کیدلې چې څلور کاله وشول چې یو پټ مخې مشر، چې نه یې د قانون په چوکاټ کې مسوولیت او موده معلومه وي، هره ورځ د هیواد اقتصادي، سیاسي، او ټولنیزو تهدابونو د ورانولو لپاره فرمانونه صادروي او هره ورځ د خلکو ځپلو او توهینولو لپاره د خلکو په ډیرو شخصي مسایلو کې چې نه دین اجازه ورکوي، نه انساني او افغاني ارزښتونه اجازه ورکوي، مداخله کوي.
داسې وړې هیڅکله نه شړۍ کیږي او پخپله د بهرنیانو اشغال، مداخلو او نیابتي رقابتونو ته زمینه مساعدوي. تیر ځل هم افغانستان ته د امریکا او ناتو تګ مهم علت، د طالبانو د تیرې دورې ناکامو پالیسیو له امله و او اوس هم د دوی ناکامه ملي او نړیواله پالیسې د نورو مداخلو او نیابتي جګړو ته زمینه مساعدوي.
هیڅ افغان او سیاسي حرکت چې د اقغانستان د ملي ګټو پلوې او په خپلو خلکو یې زړه سوځي، هغوي هیڅکله د پردو لاسوهنو او رقابتي او نیابتي جګړو ته نه خوشالیږي او نه ورته چکچکې وهي.
البته د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره دوه اړخیزه روابط د یو مشروع او قانونمند حکومت او نظام حق دی چې د خپلو ګټو په رڼا کې ولري یا خپل ستراتیژیک دوستان او دښمنان وټاکي.
که مشروع او قانونمند حکومت او نظام په یو ملک کې نه وي، په هغه صورت کې د طالبانو د حاکمې واکمنې ډلې او هم د نورو ډلو او افرادو روابط او پټې معاملې استخباراتي معاملې دي چې د افغانانو په ګټه به نه وي او راروانو نیابتي جګړو او رقابتونو ته به زمینه مساعدوي.
زمونږ غوښتنه د ټولو افغانانو، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونه نه دا ده چې په افغانستان کې د نیابتي مداخلو او رقابتونو په عوض، د یو مشروع او قانونمند حکومت د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي چې ولس رول ولري. په هغه صورت کې افغانستان به نه افغانانو ته، نه د سیمې هیوادونو ته او نه به هم نړیوالو نورو سیمو ته خطر وي. که نه د افغانستان موجوده حالت په دوام کې ټول تاوان کوي. نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولې شي چې د سیمې او نړۍ تر منځ سیاسي تعادل وساتلې شي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول