د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

ایا چین حاضر دی چې میلیاردونو ډالره پانګونه په افغانستان کې وکړي؟

افغان اتلان · پښتو
د چین کندهار / څېړنیار شریف الله دوست سرواني

شاه محمود میاخېل

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، ملا ندیم څه موده د مخه ویلې و، هر که نان میدهد، فرمان هم میدهد. که د فرمان مسله وڅیړو، د سیګار په قول، د طالبانو له راتګ سره امریکا ۲.۶ میلیارده ډالره تر اوسه افغانستان ته ورکړي دي. د چین په شمول نورو ټولو هیوادونو یوازې درې سوه میلونه ډالره له افغانستان سره مرسته کړې ده. په دې توګه د چین ونډه به په دې درې سوه میلیونو ډالرو کې د دیرش یا څلویښت میلونونو ډالرو نه زیاته نه وي ځکه په دغه درې سوه میلیونو ډالرو کې د اروپایي هیوادونو ونډه زیاته ده. خو په مقابل کې یې چین له افغانستانه څومره ګټه کړې ده. که محاسبه شي نو چینایانو څو چنده ګټه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۳ زکال کې چین افغانستان ته تقریبا ۱۱۸ میلیونه ډالره صادرات او د افغانستان نه یې ۱۶.۱ میلیونه ډالره واردات درلودل. په ۲۰۲۳زکال کې د چین او افغانستان د تجارت کسر، ۱۰۲ میلیونه ډالره دی.

په تیرو څو لسیزو کې د چینایانو همدا پالیسي وه چې په افغانستان کې سرمایه ګذاري ونه کړی او په مقابل کې ډیر څه تر لاسه کړي. که د تیرو کلونو د وارداتو ګراف وکتل شي نو چین په ۲۰۱۸زکال کې ۶۶۸ میلیونه ډالره، په ۲۰۱۹زکال کې ۶۰۰ میلیونه ډالره او په ۲۰۲۲زکال کې ۵۵۳ میلیونه ډالره صادرات أفغانستان ته درلودل[1]. د دغه صادراتو ګټه څو چنده د هغه مرستو نه زیاته وه چې د أفغانستان سره یې درلودله.

د شوروي اتحاد سره د جګړې په وخت کې هم چینایانو کلاشینکوفونه او سکرتر بیست توغندي مجاهدینو ته د پاکستان له لارې ورکول . چین د مجاهدینو په روزنه کې برخه درلوده خو په مقابل کې یې د امریکا نه نوې سلاوې تر لاسه کولې. د جمهوریت په وخت کې هم چین د لوګر د مسو د عینک قرارداد چې تقریبا درې میلیارده ډالره و، امضا کړ خو د دغه معدن په استخراج کې سرمایه ګذاري ونه کړله. هسې انې بانې به یې کولې او خبره دی ته ورسیدله چې د أفغانستان حکومت په دې فکر و چې دا قرارداد لغوه کړي. همداشان چین غواړي چې د لیتیم او تیلو په برخه کې هم قراردادونه واخلي خو په عملي توګه چین په أفغانستان کې تر اوسه پانګونه نه ده کړې او نه یې کوي. په ساده اصطلاح، چین یوازې غواړي چې خپل څادر او خولۍ هر چیرته کیږدي او ځایونه ونیسي خو د پانګونې په هکله په لنډمهال کې جدي فکر نه لري.

یو وخت په لندن کې په یو کنفرانس کې وم نو د چین د خاص استازي نه مې پوښتنه وکړه چې ستاسي پالیسي د افغانستان په هکله څه ده او که امریکا ووځي نو ستاسي دریځ به څه وي؟ هغه وویل چې چین د افغانستان د معدنونو په ویستلو کې عجله نه لري او کله چې شرایط برابر شول نو هغه وخت به په معدنونو کې پانګونه کوي. د چین ستراتیژي د پانګونې په هکله ډیره اوږده ده او عجله نه لري.

په دې توګه، که د چین اوږدمهالې پالیسۍ ته ځیر شو، که څه هم د طالبانو او چین تر منځ روابط ګرم ښکاري خو چین په افغانستان کې داسې پانګونه نه کوي چې د افغانستان اقتصاد ته رشد ورکړي او په مقابل کې غواړي چې د افغانستان نه ګټه تر لاسه کړي. که څه هم د چین او طالبانو تر منځ روابط د نارملیدو خوا ته روان دي خو چین لا نه دي ویلي چې دوی طالبان په رسیمت پیژندلې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل که افغانستان د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه لکه یو همه شموله سیاسي جوړښت، په کورنیو او بهرنیو چارو کې منځګړې تګلاره، د ټولو ترورستي ډلو په وړاندې مبارزه او د نړۍ او په خاصه توګه د ګاونډي هیوادونو سره دوستانه روابط ایجاد کړل، دا پخپله د نړۍ په کچه د افغانستان د یو ځای کیدو معنی ورکوي ځکه د ټولو خواوو غوښتنو ته به یې مثبت ځواب ویلې وي[2]. چینایان دا هم وایي چې نړۍ باید افغانستان پرېنږدي او هدف یې دا دی چې نور باید مصارف ورکړي او دوی یوازې خپل څادر کیږدي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر خبره، طالبان اوس د چا فرمان مني؟ ایا د امریکا فرمان مني چې تر اوسه یې افغانستان ته ۲.۶ میلیارده ډالره د دوی د راتګ نه وروسته ورکړي دي او که د چین چې تر اوسه یې لا هیڅ د افغانستان سره مرسته نه ده کړې او په عوض یې د غریب افغانستان نه ګټه یورته کړې ده؟

دا باید یاد ولرو چې چینایان ډیر هوښیار دي او خپلې ګټې د نورو د ګټو لپاره نه قربانوي کوي. یوازې د عکسونو په خپریدو او کتنو باید طالبان خوشاله نه اوسي او د دنیا سیاست د دې نه هم ډیر مغلق دی او د نړۍ او هم د ګاونډي هیوادونو د ګټو تر منځ توازن ساتل اسانه کار نه دی. هر څوک د خپلو ګټو لپاره کار کوي. ښه به دا وي چې طالبان د چینایانو او نورو هیوادونو د رضا کولو په عوض، خپل ملت ته رجوع وکړي او یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام راوستو ته زمنیه مساعده کړي. کله چې ولسي مشروعیت رامنځته شو، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي او افغانستان د سیمې او نړۍ د رقابتونو ډګر نه ګرځي.

[1] https://tradingeconomics.com/china/exports/afghanistan

[2]https://www.fmprc.gov.cn/mfa_eng/xwfw_665399/s2510_665401/2511_665403/202401/t20240131_11237282.html

کتنې۰