د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

افغانستان، طالبان او نړیواله ټولنه| هاشم مهمند

افغان اتلان · پښتو
خراسان او افغانستان نومونه او سرحدات

 د ۲۰۲۱ عیسوي کال د آګست میاشتې پر پنځلسمه طالبان د امریکایانو سره تر اتلسو میاشتو مذاکراتو وروسته او د یوې هراړخیرې موافقې په نتیجه کې چه د قطر هېواد په دوحه ښار کې منځ ته راغله، پرته له دې چه یو ټک هم وشي، جمهوری نظام ړنګ او خپله په مسالمت آمېزه توګه د دوهم ځل دپاره د افغانستان پر مقدراتو حاکم شول. د دې موافقې چې د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ لاسلیک شوه، اصلي جزئیات او ضمایم تر اوسه پټ ساتل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو ناببره واکمنېدو، د تېر جمهوري نظام حکومتي مشران، د تېر نظام په دننه کې د حکومت مخالفین او په مجموع کې ټول افغان ولس هک حیران کړل او حتی د بهرنیانو د تعجب او حیرانتیا باعث وګرځېده.

حکومتي چارواکي د رئیس جمهور او د هغه د مرستیالانو او د کابینې د غړیو په شمول، همدا شان د جهادي تنظیمونو مشران او قوماندانان، د هغو زورواکو په ګډون چه په تېرو شلو کلونو کې یې په لوی اداري فساد، غصب او د ملي شتمنیو په چور او تالان کې لاس درلود، د سختې وارخطایۍ او سراسیمه ګۍ په حالت کې په ډېره بیړه او تلوار ځانونه د کابل هوایي ډګر ته ورسول او دوبۍ، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته وتښتېدل. ځینې بیا په ډېره بیړه د ځمکې له لارې ازبکستان، تاجکستان، ایران او پاکستان ته واوښتل.

د امریکایانو سره د دې موافقې په درشل کې آوازې خپرې وې، چه ګواکې د طالبانو په چلند او سلوک کې لوی تغییر راغلی او دا نور هغه د دېرشو کالو پخوا طالبان نه دي، خو هېچا پر دې خبرو باور نه کاوه. د خلکو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د کلونو تجربې له یاده نه وې وتلې، د چه د ټولو وزارتونو مېزونه، چوکۍ او آلمارۍ یې په بخاریو کې وسوځول، د پوهنتون او ښوونځیو دروازې یې وتړلې او د بامیان د بتانو په شمول یې ډېرې تاریخي آبدې او یادګارونه له منځه یووړل. پر ښځو یې د کار او پر نجونو یې د تعلیم دروازې وتړلې.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې ټوله توجه د خلکو ږیرو اود ښځو جامو او د بوټونو ټکهاري ته وه. هغه وخت هر طالب ځان د حضرت عمر(رض) په رول کې ګاڼه او فکر یې کاوه، چه په نړۍ کې یوازني ښه او پوه مسلمانان دوی دي. د ورځې په زرهاوو وطنوال د ښارونو په کوڅو کې د ځوانو طالبانو د خشونت او زور-زیاتیو په نتیجه کې بې عزته کېدل. چا ټلویزیون په کور کې نه شو ساتلی او عکسونه هم حرام ګڼل شوي وو.

 همدا وجه وه چه د افغانستان د ښارونو اوسېدونکو په خاصه توګه د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه بېره درلوده. اوس هم یو زیات شمېر افغانان طالبانو ته د یوې غیرمتمدنې، وروسته پاتې او خشنې ډلې په سترګه ګوري، چه هېڅ ډیمکراتیک ارزښت او د خلکو مدني حقوقو ته درناوی او احترام نه لري.

خو دا وار د ټولو شیانو سربېره د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې یو لړ داسې مثبت کارونه تر سره شول چه چا یې فکر هم نه شوای کولای.

واقعیت دا دی چه په هېواد کې د نفاق او تفرقې د خپرولو او د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د له منځه وړلو د پاره د ځینو معلوم­الحاله کړیو له لوري حتی د داوود خان د جمهوریت په دوره کې او بیا په خاصه توګه د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کې په علني توګه هلې ځلې پیل شوې. تر دې مخکې دا ډول ملي ضد فکرونه او فعالیتونه تر ډېره حده په مرموزه توګه د ځینو سیاسي ډلو په افکارو او چلند کې څرګندېدل؛ خو نن سبا دغو ډلو په ډېره سپین سترګۍ د افغانانو تاریخي لاس­ته راوړنې، تاریخي ویاړونه، افغاني هویت، د افغانستان نوم، په هېواد کې د اکثریت او اقلیت حقوق او امتیازات او ډېر نور تر پوښتنې لاندې راوستل. ځینې نور یې بیا په تېرو شلو کلونو کې د اسلام او جهاد تر شعار لاندې د افغانستان د مادي او معنوي بنسټونو او زېربناوو په تخریبولو کې دومره پر مخ لاړل چه افغانستان یې حقیقتاً د ړنګېدو او فزیکي نابودۍ د خطر سره مخامخ کړی و. په دغسې یو حالت کې طالبان بېرته د افغانستان پر سرنوشت حاکمان شول.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو لویه لاس­ته راوړنه دا وه چه په هېواد کې یې د جهادي قوماندانانو او واکمنانو او د محلي زورواکانو، لنډغرانو او بې بند و بارو وسله والو قدرت ختم او د دوی د وسلو زېرمې یې تصفیه کړې. د ځینو منابعو له قوله یواځې په پنجشېر کې د درېیو یا څلورو قول اردوګانو د احتیاج په اندازه وسلې او مهمات لاس ته راغلل چه تصفیه کول او د هېواد نورو برخو ته د هغو انتقال څو میاشتې دوام وموند. همدا شان د زورواکانو تر نفوذ او کنټرول لاندې سیمې یې د مرکزي دولت تر حاکمیت لاندې راوستلې.

 افغان لیکوال ډاکټر نور احمد خالدي د دعوت مجلې د خپروونکي ښاغلي طارق بزګر سره په یوه مرکه کې په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د تېرو دوو کلونو لاس­ته راوړنې په تفصیل تشریح کړي دي، چه زه یې محتوی په لنډه توګه وړاندې کوم:

«په ښارونو کې د زورواکو له خوا د دولتي مځکو او شتمنیو د پلور او غصب مخنیوی؛ په دولتي ارګانونو کې د پراخ اداري، اخلاقي او مالي فساد مخنیوی؛ په دولت کې د دولت ضد د داسې عناصرو د موجودیت (ګلمرجان) مخنیوی، چه د واکمن دولت د هر مثبت کار او فعالیت خنډ کېدل؛ خلاصه طالبانو د خپلې واکمنۍ په دې دوره کې د هر ډول انارشۍ او بې بند و بارۍ مخنیوی وکړ.»

 طالبانو همداشان په تېرو دوه نیمو کلونو کې د یو لړ ملي او بنسټیزو پروژو کار ته چه مخکني حکومت پیل کړې وې، دوام ورکړ. په دې کې د قوش تیپې د اوبو لګولو پروژه، د سالنګ د لویې لارې بیا رغول، د کابل- کندهار د لویې لارې بیا رغول، د کابل په ده سبز کې د نوي کابل د پروژې د کار پیل او همداسې په هېواد کې د اوبو او برېښنا د بندونو، د اوسپنې پټلیو او یو لړ نورو زېربنایي پروژو پیل د یادولو وړ دي.

خو د ښاغلي ډاکټر خالدي او ډېرو نورو د نظر خاوندانو په باور، د طالبانو په بیا حاکمېدو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی، د کورنيو تولیداتو کچه لږه شوې، په زرهاو کسان بېکاره شوي، نرخونه لوړ ختلي او د هېواد د نفوس نیمه برخه د لوږې او قحطۍ له خطر سره مخامخ شوي دي .

د دغو کارپوهانو په باور:

«طالبان د اسلامي شریعت څخه یو خاص تعبیر لري، چه ډېر متحجر او غیر عقلاني دی. دوی د ولس مدني حقوق په خاصه توګه د ښځو حقوق محدود کړي، اساسي قانون او نور قوانین یې بې اعتباره کړي او خلک یې د هېواد په چارو کې د رول لوبولو څخه بې برخې کري دي. طالبانو علاوه پر دې فرهنګي او هنري فعالیتونه لکه موسیقي، سینما، تیاتر او ډېر نور منع او د هېواد د ملي بیرغ پر ځای یې خپل سپین بیرغ پورته کړی دی.»

په اوسني عصر کې قانون، د خلکو حقوق او مکلفیتونه او د هېواد په اداره کې د دولت وظایف ټاکي. د قانون د موجودیت بغیر، هېڅ شی د منلو وړ نه دي. اما په طالباني نظام کې د قانون حکومت ځای نه لري.

نن سبا ټول قدرت د ټولنې د یو قشر یعنې ملایانو په لاس کې دی او نور قشرونه د سیاست کولو او د دولت په چارو کې د رول لوبولو څخه محروم دي. دغه حالت، ملي ضد ډلو ته د دې فرصت برابر کړی چه د هېواد د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او د ولس د ملي یووالي پر ضد تبلیغات پیل کړي او د بهرنیو دښمنانو په مرسته خپلې ملي ضد دسیسې پلې او د «خراسان» او «هزارستان» بیرغونه اوچت کړي.

د طالبانو د اسلامي امارت لویه ستونزه دا ده چه په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې نه د هېواد په دننه کې مشروعیت تر لاسه کړ او نه هم نړیوالې ټولنې دا نظام په رسمیت و پېژاند.

افغانستان کې دولتونه او د هغه مشران په عنعنوي توګه خپل مشروعیت د لویې جرګې له لارې تر لاسه کوي، چه په هغه کې د حکومت استازي، د ملي شورا غړي او د سترې محکمې قاضیان، د پوهنتونونو استادان، د اردو لوړ-پوړي جنرالان، د ښځو او ځوانانو د سازمانونو، د قومي او مذهبي اقلیتونو او روحانیونو استازي برخه اخلي؛ خو طالبان د افغانستان او افغانانو دې تاریخي او عنعنوي جرګې ته درناوی نه لري.

تر اوسه طالبانو د دولتي کارونو د ښه تنظیم او د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د تصمیم نیولو دپاره د قیادت شورا یا کومې بلې شورا د جوړېدو اعلان نه دی کړی او ټولې مهمې پرېکړې بې له دې چه د وزیرانو د مجلس خوا تصویب شي، د دوی د امیرالمومنین په فرمان عملي کېږي.

 د امیرالمومنین اصطلاح چه معنی یې د نړۍ د ټولو مسلمانانو یا مومنانو واکمن دی، د اسلامي حاکمیت په پیل کې د خلفای راشدین لقب و. ځینو اموي او عباسي خلیفه ګانو او وروسته ځینو نورو اسلامي سلاطینو په خاصه توګه عثماني پاچاهانو هم د ځانونو دپاره همدغه لقب غوره کړی و.

په تېره پېړۍ کې د مصر پاچا، د سعودي عربستان پاچا، په پاکستان کې جنرال ضیاءالحق او په ایران کې د اسلامي انقلاب مشرانو هم هڅه وکړه، ځانونه د ټولې نړۍ د مسلمانانو امیر یا واکمن وبولي، خو روزګار ورسره مرسته و نه کړه.

افغانستان کې واکمنو ملایانو د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې په یوه لویه غونډه کې چه په کابل کې جوړه شوې وه، ظاهراً د ملا هبة الله آخندزاده سره د امیرالمومنین په صفت بیعت و کړ. خو تر پایه معلومه نه شوه چې هغې غونډې ته غړي څنګه معرفي شول او دوی څوک وو.

 د طالبانو په سیاسي نظام کې امیرالمومنین یو مشخص او تلپاتی مقام نه دی. امیرالمومنین هبة  الله اخندزاده په تېرو دوه نیمو کلونو کې د خلکو په وړاندې نه دی ظاهر شوی. حتی د کابل په لویه غونډه کې چا د ده مخ و نه شوای لیدلای. هرڅه یې په پټو او څادر کې پټ وو . همدا شان ده په تېرو دوه نیمو کلونو کې په هېڅ اختر یا د جمعې په لمانځه یا د خپلواکۍ په جشن کې په عامه څرګند شوی نه دی.

 د ده د استوګنې دایمي ځای کندهار دی او د فرمانونو د خپرولو له لارې چارې پر مخ وړي او هېچا ته مسوول نه دی. پاکستاني رسنیو د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیمايي کې خبر ورکړ چه د طالبانو امیرالمومنین د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن سره چه افغانستان ته په سفر تللی و، په کندهار کې کتلي دي.

دا لومړی خارجي مېلمه و چه ده ورسره په روان میلادي کال کې وکتل. ملا هبة الله آخندزاده تر دې مخکې د ۲۰۲۳م کال د مې میاشتې پر ۱۲مه، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په پټه په کندهار کې کتلي وو.

د طالبانو امیرالمومنین خپل اوامر او فرمانونه د یو محدود شمېر خلکو په مرسته چه د ده پر شا و خوا راټول شوي دي، خپروي. دا ټول ډېر محافظه کاره د عصر او زمانې د ایجاباتو څخه بې خبره خلک دي، چې تر اوسه یې څوک بشپړ پېژني هم نه.

 دوی نړیوالو کنوانسیونونو (conventions) او د نړیوالې ټولنې موافقو ته لکه د بشري حقونو او آزادیو رعایت چه د افغانستان په شمول د نړۍ اکثرو هېوادونو لاسلیک کړي دي، اعتنا نه کوي. د تعلیم او د کار کولو د حق څخه د افغان نجونو او ښځو محرومول یې یو ښه مثال دی، چه هم د اسلامي اصولو سره او هم د نړیوالې ټولنې د حقوقي پرنسیپونو او غوښتنو سره په ټکر کې دي.

 د اسلام د تاریخ په هېڅ پړاو کې هېڅ هېواد دا ډول پرېکړه نه ده کړې او نه هم نن د نړۍ په ۵۳ اسلامي هېوادونو کې داسې کوم هېواد شته چه نجونې په دې ډول د تعلیم او ښځې یې د کار کولو څخه منع کړي وي. د ښځو د داسې خلاف دریځ علت د ځینو افغانانو په کلیوالي ذهنیت او د یو شمېر په جهالت کې دی.

د افغانستان د ولس ډېر لوی اکثریت د دې ظالمانه پرېکړې د لغوه کېدو غوښتونکی دی؛ همدا شان یو زیات شمېر طالب چارواکو هم په خپلو مرکو کې د نجونو د دې حق څخه دفاع کړې ده او هیله یې څرګنده کړې ده چه په دې برخه کې ډېر ژر اقدام وشي، دوه نیم کاله واوښتل خو اقدام ونه شو.

د تېرو څلوېښتو کلونو تجربو وښوده، چه په سیاست کې بېځایه لجاجت خراب عواقب لري. د ښځو د تعلیم او کار پر ضد د طالبانو د چلند یوه نتیجه دا ده چه تر اوسه هېڅ یو هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د نړۍ د مرستو لارې بندې دي، چه زیان یې ولس ته رسېږي. نور به یې د خدای څخه خیر غواړو.

پای

کتنې۰