د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

که ایران ماته خوري نو په حقیقت کې روسیه او چین هم ماته خوري

انځور پاڼه
که ایران ماته خوري نو په حقیقت کې روسیه او چین هم ماته خوري

غلام جیلاني ځواک

د ایران او اسرائیل جګړه په هر حال  پر نړیوال نظم ډیر ژور اغیز درلودی شي.

له پیله ښکاریده چې د دې جګړې هدف یواځې د ایران اتومي توان له منځه وړل نه دي، اوس په څرګنده په ایران کې د رژیم د بدلون خبره کیږي.

که امریکا او اسرائیل په دې جګړه کې ماته ونه خوری چې همداسې ښکاري، نو د ایران رژیم سقوط او یا د ایران بشپړ تسلیمیدل لکه څرنګه چې ټرمپ وایی، حتمي ښکاري.

خو د ایران د رژیم سقوط په څه مانا دی؟ایا د ایران کورنی سیاسی جوړښت دا ظرفیت لري چې د اخوندي رژیم د سقوط نه وروسته په ارامه او سوله ییزه توګه یو بل دیمکرات رژیم د هغه ځای ونیسي، مګر که د ایران اوسنۍ اردو کودتا وکړي او دا رنګ تحول ته زمینه مساعده کړي، د ایران په امنیتي ادارو کې د اخندانو بشپړ کنترول ته په کتو، ماته دا کار ډیر ګران بریښی.

بل احتمال او غالب احتمال دا دی چې د رژیم سقوط نه ورسته ایران یوې ویجاړونکي کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سره مخ شي.

که روسیه او چین ونشي کولای چې د ایران د رژیم د ناورین زیږونکي سقوط مخه ونیسي، نو د نړۍ  په سیاسي زعامت او نفوذ او رسوخ کې به ترامریکا ډیر وروسته پاتې شي. د ایران له سقوطه زیږیدلی ډار به ډیر هیوادونه دې ته اړباسي چې د چین او امریکا په سیالیو کې  امریکا ته د تسلیمۍ سرونه ټیټ کړي، دا کار به روسیه او چین په راتلونکي کې د ډير شمیر اقتصادي اوسیاسي ناورینونو سره مخ کړي.

که احیاناً ایران له دې جګړې بریالی وځی چې تقریباً ناشوني ښکاري نو دا لسیزه به د امریکا په یواځې توګه پر ټوله نړۍ د برلاسۍ وروستۍ لسیزه وي.

داسې ښکاري چې دا جګړه هغه څه چې امریکا ورته د تمدنونو ترمنځ جګړه ویله، یو برخلیک ټاکونکي پړاو ته د ننوتو په حال کې ده.

که ایران ماته خوري نو په حقیقت کې روسیه او چین هم ماته خوري.