په پاکستان کې څه روان دی؟ | هاشم مهمند

نن سبا پاکستان د خپل پنځه اویا کلن تاریخ د تر ټولو جدی اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحران سره مخامخ دی. آیا د پاکستان بقا په خطر کې ده؟ آیا امریکا، انګلستان او نور غربی هیوادونه چه په تیرو اوو لسیزو کې یې د پاکستان په جوړیدو، تجهیز او ملاتړ کې مستقیم لاس درلود، نور د دې هیواد ملاتړ نه کوی؟ آیا په دې هیواد کي میشت قومونه نور د پنجاب د مشرتابه او د اردو د برلاسۍ څخه ستړي شوي دي؟ آیا نوی ملکی ایتلافی حکومت به وشي کولای د پاکستان موجودو ستونزو ته د حل لارې ومومی او د قومونو او اولس غوښتنو ته ځواب ووایي؟
د تیر میلادی کال د سپمبر په میاشت کې د بهرنیو هیوادونو اود نړیوالو مالی موسساتو څخه د پاکستان د پور/ قرضداری اندازه 86,34 میلیارډه ډالره ته ورسیده. په امنیتی لحاظ، د هیواد په دننه کې د پاکستاني طالبانو یا TTP او د هیواد په جنوب کې د بلوڅ خپلواکی غورځنګ د وسلوال مقاومت سره مخامخ وو چه هره ورځ یې په لسهاوو کسان قربانی کیږي. او په سیاسی لحاظ د حکومت او اولس تر منځ د بې اعتمادۍ او ناباوری بحران ورځ تر بلی مخ په زیاتیدو دی .
تیره میاشت په همدې بحرانی حالت کې، پارلمانی انتخابات تر سره شول چه په نتیجه کې یې د اولس او دولت ترمنځ د اعتماد فضا تر پخوا هم کرغیړنه او د هیواد په سیاست او اقتصاد کې د اردو رول نور هم پیاوړی شو. په پاکستان کې په دوامداره توګه د اساسی قانون نقض او د سیاسی آزادیو تر پښو لاندې کیدل ددې باعث شویدی چه هیواد د خپلو ستونزو او مشکلاتو په مخنیوی کې پاتې راشی .
د خلکو او دولتی موسساتو تر منځ دوامداره بې اعتمادی ، دغه متزلرل او بی ثباته حالت نورهم تشدید کړی دی. دوې هفتې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف اعتراف وکړ چه هیواد یې د لویو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی او نژدې دی چه افلاس و کړي.
انکریزان له ډیر پخوا په دې پوهیدل چه دوی به یوه ورځ مجبوره وي د هند لویه وچه پریږدی، خو نه یې غوښتل دا سیمه د هغه وخت د رقیب قدرت یعنی روسانو لاس ته ولویږی. همدا وجه وه چه پاکستان یې هند ته د روسیې د پرمختګ د مخنیوی دپاره د یو ستراتیژیک حایل په توګه منځ ته راوړ.
د ۱۹۴۷ م کال راهیسې چه انګریزانو د اسلام په بهانه د هند لویه وچه وویشله او پاکستان منځ ته راغی، دا هیواد جمعاً ۳۴ کاله د نظامی ډکتاتورانو تر واک لاندې وو. په هغو کلونو کې چه د هیواد د چارو مسوولیت د سیاسی ګوندونو په غاړه هم وو، د اردو جنرالانو د پردې تر شا په ټولو مهمو مسایلو کې مهم رول لوبولی دی.
میرمن عایشه جهانګیر چه د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوهه ده او ددې سیمې د سیاسی ، اقتصادی او امنیتې وضعیت او بدلونونو په هکله یې ډیری څیړنی او تحلیلی لیکنې کړیدي لیکی ، چه د انګلیسی استعمار میراث نن هم د پاکستان د اردو د هلو ځلو په تنظیم کي ټاکونکي رول لوبوی. عایشه جهانګیر زیاتوی چه برتانوی جنرالانو تر ۱۹۵۱ م کال پوري د پاکستان د اردو ټول واک او اختیار په خپل لاس کې درلود او په همدې کال یې ټول صلاحیتونه جنرال ایوب خان ته و سپارل. اووه کاله وروسته ایوب خان کودټا وکړه او د پاکستان دوهم جمهور ریس شو.
۱۹۴۸ م کال کې د پاکستان د اردو د استخباراتو سازمان یا ISI منخ ته راغی. اوس په پوښتنه په کې ده چه څنګه د پاکستان اردو چه په ۱۹۴۷ م کال کې یې ۱۴۰ زره غړي درلودل ډیر ژر د نړۍ په سطحه په اوومه لویه اردو بدله شوه ؟ .
د اتیا لسیزې په کلونو کې متحده ایالاتو په افغانستان کې د شوروې اتحاد پرضد د پټې جګړې په مقصد د پاکستان د آی اس آی سازمان د امکاناتو او ملاټړ څخه استفاده کوله .د سړې جګړې په کلونو کې پاکستان د متحده ایالاتو څخه د پام وړ فوځی او اقتصادي مرستې تر لاسه کړې . همدې مرستو اردو ته د دې توان ورکړچه هم د هیواد په دننه او هم دباندې کې ځینې ماجراجویانه فعالیتونه تر سره کړې ، بې له دې چه مسوول و ګڼل شي.
د همدې لسیزې په اوږدو کې د جنرال ضیاالحق تر مشری لاندې پاکستان د مذهبی تندروۍ او د افراطی سیاستونو شاهد شو. په نتیجه کې پاکستان و توانید په افغانستان کې خپل غیرعقلانی او د عقدو ډک سیاست چه د ستراتیژیک عمق یا Strategic depth په نامه یادیده تعقیب کړی. د جنرال ضیاالحق د حاکمیت په کلونو کې منتخب صدراعظم ذولفقارعلی بوتو اعدام او وروسته دده لور بینظیر بوتو چه هغه هم یو وخت منتخبه صدراعظمه وه د جنرال پرویزمشرف د واکمنۍ په دوره کې ترور شوه. همدا شان د دولت په زرهاو ملکی مخالفین وروسته له نیول کیدو لادرکه شول تر اوسه یې مړی او ژوندی نه دی معلوم .
ددې دوو نظامی ډکتاټورانو د حاکمیت په کلنو کې پاکستان د افراطي اسلامی ډلو، په خاصه توګه د ال قاعده ترورستي ډلې د مشر اوساما بن لادن او د هغه د پلویانو په ځاله اومطمین پټنځاي بدل شو .
که څه هم د پاکستان انتخابی حکومتونه تل د اردو د مداخلاتو په نتیجه کې له منځه تللی ، خو یو شمیر پاکستانیان په دې باور دی چه د هیواد اردو یواځینۍ موثره موسسه ده چه ښه کار کوې. دوی زیاتوی چه همدا اردو ده چه د پاکستان یووالی یې تضمین کړی دی . خو دا هم حقیقت لري چه د پاکستان د اقتصادی بحران اساسی علت هم د اردو د لاس وهنو نتیجه ده. پوښتنه په دې کې ده چه آیا د پاکستان جنرالان به وشي وکولای خپل تر منځ یووالی و ساتی؟
نن سبا په پاکستانی سیاسي حلقو کې هر څوک په دې خبر دی چه د اردو د مشرتابه یوه لویه برخه، چه په اردو کې د قدرتمنده کورنییوغړی اوعالیرتبه نظامی افسران دي، دعمران خان د ښي پلوه حکومت څخه ِملاټړ کاوه چه غوښتل یې د امریکا د سیاست ضد د روسیې اوچین سره نژدې اړیکې ولری .
د پاکستان پخوانی لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوا د خپلې کاری دورې په پای کې وویل چه تر دې وروسته به اردو په سیاست کې مداخله و نه کړي ، اما پاکستانی لیکواله او تحلیل ګره عایشه جهانګیر وایي چه د پخوانی صدراعظم عمران خان زندانی کول، چه یو وخت د اردو د سترګو وو، وښودله چه اردو لا هم د ملکی اعتراض کوونکو د تعقیب او زندانی کولو اراده لری او پدې توګه په سیاست کې لاس وهنه کوی .
د پاکستان د نظامی چارو کار پوهی عایشه صدیق چه یوه مقاله کې چه په نیویارک تایمز کې خپره شویده لیکي « اوسنی موجود اختلافات په زمانی لحاظ په ډیر خراب وخت کې منځ ته راغلی دی. د هیواد اقتصاد د سقوط او پاشیدلو په حال کې دی. لوی درستیز جنرال مونیر هڅه کوی د هیواد اړیکې د واشنګټن سره چه د عمران خان د سیاستونو په نتیجه کې زیانمن شویدی، بیرته و رغوی. خو پاکستان له هرې خواه د سیاسی او امنیتی تهدیدونو سره مخامخ دی. یوې خواته د رقیب هندوستان صدراعظم ناریندرا مودی او بلې خواته د ایران او افغانستان حکومتونه دی . ایرانی ځواکونو د جنوری په میاشت کې د پاکستان پر نظامی پوستو برید و کړ او د پاکستانی ځواکونو د ځوابی حملو سره مخامخ شول . همدا شان په روانه میاشت کې د افغانستان سرحد ته نژدې د پاکستان پر امنیتی پوستو برید وشو»
د پاکستان په هکله په مطبوعاتو کې تل ویل کیږی چه په نورو هیوادو کې دولتونه اردو لری خو په پاکستان کې اردو دولت لري.
د یو راپور له مخې د پاکستان اردو د ۲۰ بیلیونو (میلیارد) په اندازه منقول او غیرمنقول سرمایه لری چه د هیواد په خصوصی شرکتونو او بیزنسونو کې سرمایه ګذاری شویدی. د الجزیرې تلویزیون په راپور کې راغلی: «تاسې به د پاکستان د هر ښار په لویو بازارونو کې د پاکستان د اردو د اقتصادی قدرت شاهدان و اوسئ. تاسې به ډیرې نانوایانې ، بانکونه، د بیمې شرکتونه او پوهنتونونه او نور ووینئ چه په ظاهره ملکې کسان په کښې کار کوی خو د اردو ملکیتونه دي. دا د اردو متقاعد منصوبین دې چه په دې بیزنسونو کې کار کوی.» په دې راپور کې همدا شان راغلی چه د پاکستان اردو د هیواد د تولیدی درنو صناعیو دریمه برخه په خپل کنټرول کې لري.
میرمن صدیقه هغې موافقې ته هم اشاره کوی چه د پرویز مشرف او بینظیر بوتو تر منځ شوې وه چه دا د اردو نفوذ او کنترول د پاکستان پر سیاست څرګنډوی. میرمن بوتو په خپله په بزنسونو او تجارتونو کې د اردو د پانګونو څخه ملاتړ کاوه .
د راپورونو له مخې د ۲۰۱۱ م تر ۲۰۱۵ م کال پورې د پاکستان د اردو د سرمایې اندازه ۷۸ په سلو کې زیاته شوه. په ۲۰۱۶ م کال کې د پاکستان وسلوالو ځواکونو ۵۰ تجارتی لوی شرکتونه ، د عامه خدماتو رسولو د سازمانونو او د املاکو د پیرودلو او راکړې ورکړي شرکتونه درلوده چه مجموعی ارزش یې ۳۰ میلیارډه ډالرو ټه رسیده. نن ددغه ملکیتونو تجارتی ارزش ۸، ۳۹ میلیارډه ډالرو ته لوړ ختلی دي .
ویل کیږی چه د پاکستان د اردو لوړ پوړي افسران لکه جنرال قمر جاوید باجوا او ورور یې جنرال سلیم باجوا چه د اردو ویاند وو د پاپا جونز پیزا Pizzaپه نامه په څلورو هیوادونو کې د ۱۳۳ رستورانتونو جواز درلود چه د شپږو کالو په مده کې دوی او د ددوی د کورنی غړي میلیاردران شول. همدا شان د اردو د پخوانی لوی درستیز اشفق پرویز کیانی د وړونو پر ضد هم تحقیقات وشول چه د املاکو او کورونو د پیردلو په فساد کې شکیل وه.
خو متقاعد جنرال طلعت حسین د الجزیرې تلویزیون سره په خبرو کې وویل چه په خصوصی بیزنسونو کې د اردو د غړو او د هغوی د پانګونو موضوع یو تابو ګڼل کیږی او خلک ورباندی د خبری کولو څخه ډډه کوی .
په هرحال، پاکستان د خپل ویجاړ اقتصاد په شرایطو کې مجبوره دی د نړیوال پور ورکونکو موسسو سخت شرایط ومنی، هغه هم په داسې حالت کې چه د دولت د خارجی اسعارو اندازه په مرکزی بانک کې 5,2ملیارډه ډالرو ته کښته شوې او د قرضداری اندازه یې یواځې د جهانی بانک په وړاندې 13,5 ملیارډو ته رسیږي . اما په همدې حالت کې هم د پاکستان د تیر کال په کلنی بودیجه کې د اردو د اضافی مصارفو د پاره 11,27 ملیارډه ډالره تصویب شول.
اکونامیک آبزور نشریه لیکې، په پاکستان کې وروستی انتخاباتو د اولس او دولت تر منځ واټن زیات کړ. د هیواد اقتصاد مخ په ځوړند روان دی او د خپلو آسیایي ګاونډی هیوادونو شاته پاته دی، د مولدیت آندازه يې ډیره ټیټه او د بهرنۍ پورونو فشار او وزن ډیر زیات دی. چه ددې په نتیجه کې د اردو رول د هیواد يه سیاست او اقتصاد کې نور هم ز یات شوی دی. د ورخپاڼې په باور په نژدې راتلونکی کې اولس لپاره د دې حالت څخه د وتلو امید نشته.
حقیقت دا دی چه د پاکستان هر ښه او بد د اردو په لاس کې دی. دا اردو د نورو هیوادونو د اوردوکانو په شان یواځی د هیواد د خپلواکۍ او ارضی تمامیت د دفاع د پاره نده جوړه شوی، بلکه په سیمه کي د غربی هیوادونو د ستراتیژیکو ګټو د دفاع د پاره منځ ته راغلې، روزل شوې، تجهیز شوې او حتی په اټومی وسلوسمباله شوې ده.
په دغسی سیاسی چاپیریال کې چه هر څه د تغیر په حال کي دی، اردو یوازنی تلپاتې ځواک دی چه د اوس دپاره د پاکستان بقا تضمینوی. سیاسی ګوندونه یواځی په قدرت کې د شراکت کولو د پاره دي.