له شرعي نظره د نوروز یا نوي کال لمانځته

مجید قرار
په دین کې اصل اباحت دی، یعنې هر هغه کار چې په حراموالي یې صریح او صحیح دلیل موجود نه وي، هغه حلال دی. د نوروز د حراموالي لپاره چې کوم حدیث شریف کارېږي، لومړی خو احاد حدیث دی، احاد حدیث ظن افاده کوي، قطع او یقین نه افاده کوي، حتی که ظن غالب وي.
د شرعي تحریم لپاره قطعي یقین په کار دی (زما او زما د استادانو په نظر). دوهمه دا چې په هماغه حدیث شریف کې هم پیغمبر صلی الله علیه وسلم وایي چې ان الله ابدلکم بهما خیراً منهما، یعنې د جاهلیت د اخترونو په بدل کې مو بهتر اخترونه درکړل.
زه چې تا ته یوه جوړه جامې درکړم، معنا یې دا نه ده چې ته خپلې جامې وغورځوه، که څه هم زما جامې نوي او ښایسته وي. دا چې وایي بهتر اختر مې درکړ، مانا دا نه چې هغه بل بد یا شر دی. هغه شر نه دی، یوازې دا پرې بهتر دی. دا چې دیني اخترونه تر نورو اخترونو بهتر دي، شک یې نشته، ځکه چې هغه هم عادات دي، هم عبادات دي، خو رواجي او دودیز یوازې عادات دي، خو د یوه شي د حراموالي لپاره د نص صراحت شرط دی. یعنې پیغمبر صلی الله علیه وسلم نورې لمانځنې قطعي منع کولای شوای، خو دغسې یې ونکړل، یوازې بهتر بديلونه یې ورکړل.
درېیمه خبره دا ده چې د تحریم خپلې صیغې وي، چې يا بايد خپله د حرام لفظ کارېدلی وي، یعنې ویل شوي چې دا شی حرام دی، لکه و حرم الربا، یا مطلقه نهی وي، لکه لا تقربوا الزنا، یا وعید وي لکه (فاقطعوا ایدیهما، یا د حلالوالي نفی )وي، یا…. چې په دې حدیث کې دا صیغه یوه هم نشته. البته وروستۍ خبره دا ده چې نوروز ته اختر ویل ضرور نه دي. یوازې یوه لمانځنه او مېله ده. که دودیز اختر وي هم پروا نه لري خو که اختر نه وي، یوازې یوه ملي ورځ وي، بیا خو له هغه شکه هم خلاص یو چې دا د لوی او کوچني اختر انډول شي.