د وینې د منفي ګروپ حساسیتونه| نګین کرګر

یو د دی مارکرونو څخه د ارایچ فکتور انتیجن دی. یو کس چی ارچ فکتور انتیجن په وجود کې لری هغه Rh مثبت دی او څوک چې یې نه لری هغه ار ایچ منفی دی، یعنی د وینی ګروپ یې منفی یا مثبته علامه لری.
هر د وینی ګروپ کې دا مالومیدلی شې چې ایا دا انتیجن مثبت یا منفی موجود دی او که نه؟
د وینی ګروپونه د البفا په وسیله یعنی A, B او O سره مشخص شوی دی چیهر یو یی مثبت او یا منفی علامه هم لری، چې د انتیجن د شتون یا نشتون علامه ده.
که دغه مثبته ارایچ وینه غلطۍ کې یو اریچ منفی شخص ته ورکړل شې نو هغه شخص معافیتی عکس العمل ښکاره کوې او تاسی به هم اوریدلی وی چې پلانکی حالت ډیرخراب شو چې غلطه وینه یی ورته ورکړې وه.
په امیدواری کې دا حالت هم پيښیدای شې کله چې یوه ار ایچ منفی مور په نس کې ارایچ مثبت ماشوم ولری. ځکه دا ډیره مهمه ده چې د مور او پلار د وینی معاینه وشې او ګروپ یې مالوم وې ځکه بیا د امیدواری په مهال هغه ضروری اولازمی تستونه. باید په وخت باندی اجرا شې، ترڅو د جنین د سقط نه هم مخنیوی وشې ی. دا شاید په لمړی ځل ماشوم کې دومره خطرناک نه اوسی خو په دوهم او دریم ماشوم کې باید ډیر مور او پلار محتاط اوسی.
همدارنګه کله چې په خپلو کې ودونه وشې اکثراً ماشومان د وینی د یو رنګ ګروپونو له کبله ارثی ناروغیو سره نړۍ ته راځې. مهمه ده چې هغه کورنۍ چې د یو بل تره، ماما ، خاله یا عمه اولادونو سره ودونه کوی مخکی ددی نه چې د کوژدی تصمیم ونیسی د وینی ګروپونو تست وکړی، ، ترڅو چې د راتلونکې نسل د بقا لپاره هم ځان او کورنۍ په مشکلاتو اخته نکړی، ځکه ارثی ناروغۍ علاج نلری.
په امیدواری کې ولې ځینو میندو ته د ار ایچ حساسیت ورپیښیږې؟
که یوه مور ار ایچ منفی اوسی ددی دوینی د سرو کرویاتو د حجراتو په سطحه کې ار ایچ فکنتور ریسپتور یا اخذی موجودی نه وې. حال دا چې په ار ایچ مثبت وینه کې دا اخذی موجودی دی که چیرته مور ار ایچ منفی اوسی او په نس کې یې ماشوم ار ایچ مثبت اوسی نو د ماشوم مثبته وینه د مور منفی وینی سره حساسیت د انتی یادی عکس العمل په واسطه ښکاره کوې.
اکثراً د ماشوم تر زیږیدو پوری دا حساسیت نه پیښیږې خوکله کله کیدای شې چې دا حساسیت رامنځ ته شې او پخوا وختو کې چې ددی تداوی نه وه کیدای شو چې حتی د ماشوم یا د مور د مرګ سبب شې، مګر نن سبا طبابت کې دا کومه پیچلی مسله نده، او کیدای شې چې مخنیوی یی وشې .
څنګه ددی حساسیت مخنیوی کیږې؟
که تاسی ار ایچ منفی وینه لری اوحساسیت لا پیل شوی نه وېې نوستاسی داکتر کولای شې چې تاسو ته د یو ډول ایمون ګلوبولین یا پروتین درکړی چې د
(RhoGAM). په نامه یادیږې دا د ار ایچ د حساسیت مخنیوی کوی. او ټولې میرمنی چې امیدواره دی دوی استعمالولی شې.
دا ددرمل باید امیدواره مور د امیدواری په اته ویشتمه اونۍ کې واخلې . که ماشوم ار اریچ مثبت وې. دغه ایمنو ګلوبولین ډیر کم وخت لپاره موثر دی او د هری امیدواری سره باید په ټاکلی اونۍ کې واخیستل شې. دا پروتین هغه میندو ته چې ماشوم یی ضایع شوی وی هم ورکول کیږې.
خو که د ار ایچ حساسیت پیل شوې وی نو بیا دا ډول درمل کار نکوی.
څنګه دا حساسیت تداوی کیږې؟
که مور ار ایچ منفی وی باید متواتر تست وشې چې مور کمخونه نشې، کله چی ماشوم پیدا شې ماشوم کمی تداوی ته ضرورت نلری، او که د مور وینه ډیره کمه شوی وې باید وینه ورته ورکړلای شې یعنی په امیدواری کې د ار ایچ منفی وینی میندی باید په منظمه او متواتره توګه د کمخونی لپاره تست شې تر څو د ولادت په وخت د کمخونی سره برابره نشې . دا مسله پخوا حتی د مرګ سبب کیده او په افغانستان کې دی ته څوک پاملرنه نکوی ځکه خو د میندو او ماشوم مرګونو کچه د ولادت په وخت لوړه ده.
د وینی ګروپ مالومول ښه خبره ده مخصوصاً هغه کورنیو کې چې خپلو کې سره ودونه کوې.
په فزیک کې وایې چې مختلف چارجونه یو بل جذب کوی همداسی که ار ایچ مثبت او اریچ منفی وینه ګډه شې نو معافیتی سیستم عکس العمل ښکاره کوې.
په قران کریم سوره نساء 23-25 ایت کې راغلی دی چې د خپلو سره ودونه مکوئ،. په دی کې د تره ، ماما، عمه او خاله اولادونه ندی یاد شوې ، حال دا چې وراثت علم وایې چې ډير ماشومان دداسی ودونو څخه ناروغیو سره نړۍ ته راځې. په برتانیا کې دداسی ودونو دنتیجې څخه د شلو ماشومانو نه یوولس ماشومان د بیلابیلو ناروغیو سره نړۍ ته راځې ؟
د وراثت علم د مندل د وخت نه تراوسه پوری تقریباً یونیم سل کلن دی.
ګریګوری مندل لس کاله په خپله باغچه کې په نباتاتو لکه د مټرو په تخم تجربی وکړی او د وراثت علم بنسټ یې کیښود. د ډیرو ستونځو سره مخامخ شو او حتی ویل کیږې چې تور پری پوری شوی و چې دی خپله ساینسی دیتا غلطه ثبت کړې ده. خو نن سبا وراثت علم ډیر پیاوړی دې او د ډیرو درمولو جوړولو او د انسانانو د جینوم په پروژه کار روان دې.
د دی ان ای ریکومبیننت تکنالوجې دیرش کاله کیږې او په دغه علم کې یې ډیر پرمختګ رامنځ ته
کړ. ټولو کې دا مشکل نه جوړیږي خو ډېر امکان یې شته چې داسې وشي بهترینه لار یې بیا د وینی ګروپ چیک کول دي، مخکې لدې نه چې نکاح وکړي که چېرې یې فکټورونه خلاف وي، نو بیا دا مشکلات مېنځ ته راوړي، چې له نکاح نه باېد منع شي که دینې ګروپونه یې مختلف وي، بیا مشکل نشته، او اولادونه ته یې هم کوم مشکل نه جوړوي.