د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه روغتیا

د معدې تېزابیت ضد درملو د اوږد مهاله استعمال زيانونه ‎‎

انځور پاڼه
د روغتیايي معلوماتو مدریتي سیستم (HMIS) څه دی؟

ډاکټر علي قمرزی

زمونږ د هیواد ډېری وګړي د معدې ګوليو او کپسولونو په خوړلو بيخي روږدي شوي، ټول کال هره ورځ د معدې ګولۍ خوري، په ګټه يې دومره پوهيږي چې د معدې تيزابيت، درد او ګازونه کموي خو په تاوانونو يې نه پوهیږي.

هغه خلک چې اوږد مهاله د (proton pump inhibitors PPI) ګروپ درملو د معدې تیزاب ضد ګولۍ خوري، د دوی هډوکي ضعيفه کيږي (دغه اشخاص زياتره د هډوکو د دردونو او کمزورتيا شکایت لري) حتا د دوی د هډوکو ماتيدو احتمال شته، د وسپنې او ويټامين بي۱۲ او وينې د کموالي (کم خوني) پکې منځته راتلی شي. (داسي کسان بې اشتهايي، سربدالي (سرګرځي)، ستړتيا، د بدن سستوالي، خفګان، بندونو درد، د خولې پخوالي څخه زياته ګيله من او رنګ يې خاسف برېښي)، په مختلفو مکروبونو اخته کيدای شي خصوصاً د سکاروي یا سينه بغل احتمال سلنه پکې لوړه ده او همدارنګه په ځانګړې توګه زاړه شايد په (SBP) اخته شي؛ چې د ګيډي پريتوان په مکروب ککړيږي.

بله دا چې هغه خلک چې دا درمل د اوږدې موذې لپاره خوري روحيې ستونزې، نارامي او جنسې ستونزې (د جنسي لیوالتیا کموالی او په نارینه ووو کې د جنسې الی د نه شخیدو ستونزه “Erectile dysfunction “) پیدا کېږي.