د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

 د طالبانو وروستی حکم | عبدالباري جهاني

افغان اتلان · پښتو
جواب مختصر به نوشته محترم داکترصاحب کاظم | عبدالباری جهانی

د افغانستان اسلامي اِمارت د بدخشان ولایت مسوولو مقاماتو، د روژې د میاشتي په دوهمه یعني ۲-۹-۱۴۴۵یو حکم صادر کړی دی چي په هیڅ توګه د اسلام د مقدس دین له اساساتو سره سرنه خوري. د بدخشان والي په پورتني تاریخ د برات یا شعبان د میاشتي د نهه ویشتمي ۲۹-۸-۱۴۴۵ د فیصلې په اساس په لاندي متن مکتوب صادر کړی دی:

        بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: راجع به ابلاغ فیصله جلسه امنیتی مورخ ۲۹-۸-۱۴۴۵ مقام ولایت.

به ریاست محترم ارشاد، حج و اوقاف!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاتهُ.

حسب فیصله جلسه امنیتی مورخ ۲۹-۸-۱۴۴۵ مقام ولایت هدایت داده میشود؛ افراد که نماز تراویح را (۸) رکعت اداء مینمایند شناسایی نموده، غرض تصامیم بعدی به مراجع کشفی و استخباراتی رسماً معرفی شوند.

 با احترام

الحاج مولوی محمدایوب « خالد»

والي بدخشان

کاپیها

به ریاست محترم استخبارات.

به ریاست محترم امر بالمعروف و نهی عن المنکر.

لومړی خو ما (جهانی) څو میاشتی مخکي او دغه راز ښايی دوه کاله مخکی، د معتبرو احادیثو په استناد، وښودله او ثابته مي کړه چي تراویح په اسلام کي نسته. تراویح نه د قرآن شریف په حکم فرض سوي او نه د حدیث شریف په حکم سنت سوي دي. بلکه تراویح د عمرفاروق بدعت دی؛ په داسي حال کي چي دا صلاحیت نه له عمر او نه له بل هیڅ مسلمان سره موجود وو چي یو لمونځ جوړ کړي او پر هغه باندي د تراویح نوم کښیږدي.

مخکي له دې چي دې بحث ته ولاړ سم چي تراویح یو تش بدعت دی، داسي به یې فرض کړو چي تراویح سنت لمونځ دی. سوال دا دی چي دا په کوم کتاب کي راغلي دي چي سنت لمونځ دي په جماعت اداء کړه سي؟ جماعت یوازي د لمانځه د فرض رکعتونو لپاره راغلی دی. اوس به نو زه بیرته هغه احادیث، چي ښايی دوه ځله مي راوړي وي، یو ځل بیا د خپلي ادعا د اثبات لپاره راوړم.

د صحیح بخاري ۲۰۱۰ او په بخاري کي د کتاب الصلواة التراویح دریم حدیث وايي:

عبدالرحمن بن عبدالقاري وویل: «زه د روژې په میاشت کي یوه شپه له عمر بن الخطاب سره مسجد ته ولاړم او هلته مي ولیدل چی خلکو د بېلو بېلو ډلو په شکل لمونځونه کول. یو سړی به یوازي ولاړ وو یوه بل سړي بیا له یوې وړې ډلي سره، چي تر شا به یې ولاړ ول، لمونځ کاوه. نو عمر وویل زما په عقیده بهتره به دا وي چی دا کسان د یوه امام تر شا راغوند کړم څو په جماعت لمونځ وکړي. نو یې اُبی بن کعب ته وویل چی د خلکو امامت وکړه. زه یوه بله شپه بیا له عمر سره مسجد ته ولاړم او هلته مي ولیدل چي خلک په یوه امام پسي ولاړ دي. عمر چي دوی ولیدل نو په زوره یې وویل چي څه ښه بدعت مي وکړ (نِعمَ البدعة هذهِ)

د همدغه کتاب په پنځم حدیث کي راغلي دي:

یحیی بن بُکیر د اللیث او هغه د عقیل او هغه د ابن شهاب او هغه د عُروة له قوله وايی چي ده ته عایشې رض وویل چي «پیغمبر ص یوه شپه د شپې په منځ کي مسجد ته ووت او ځینو کسانو په هغه پسي لمونځ وکړ. په سهار خلکو یوه بل ته وویل او په بله شپه زیاتو کسانو په پیغمبر ص پسي لمونځ وکړ. په ورپسې شپه د خلکو شمېر نور هم زیات سو. په څلورمه شپه په مسجد کي دونه خلک را جمع سوي ول چي خلکو ته ځای نه وو. پیغمبر ص په هغه شپه مسجد ته ور ونه ووت. په سبا سهار پیغمبر ص له خلکو څخه پوښتنه وکړه چي پوهیږئ زه ولي تېره شپه راونه وتلم. علت یې دا دی چي که زه تېره شپه هم راوتلی وای نو تاسی به دا لمونځ پر ځانونو باندي واجب کړی او بیا به مو کولای نه سوای. پیغمبر وفات سو او وضع په هغه شکل دوام وکړ او خلکو به د شپې له خوا په ځانګړي ډول لمونځونه کول»

همدغه حدیث په همدغو عباراتو په صحیح مسلم او د احادیثو په نورو کتابونو کي راغلی دی. او په څرګنده ښکاري چي دا د عمربن خطاب بدعت دی او عبدالرحمن بن عبدالقاري د عمر له خولې وايي چي هغه پخپله وویل چي څه ښه بدعت مي وکړ.

اوس نو طالبان د کوم شرعي حکم په اساس خلک د تراویح لنډولو او یا نه کولو په ګناه استخباراتو ته معرفي کوي چي هلته به حتماً سخته سزا هم ورکوله کیږي؟ او که چیري له عمر بن خطاب سره د هغه بدعت ومنو بیا سوال دا دی چی دا چا ثابته کړې ده چي تراویح شل رکعته دي، که اته رکعته دي او یا لږ یا ډېر؟

البته د طالبانو زور څوک نه لري. هغوی چي څه غواړي هغه کولای سي. د زور اوبه پر لوړه خیژي. او که یې داسي فرض کړو چي تراویح سنت دي او باید چي د روژې په میاشت کي حتماً شل رکعته په جماعت وسي ځکه چي دا د طالبانو حکم دی. نو بیا خو د سنت کمول، قضا کول او حتی پرېښودل داسي ګناه نه ده چي مرتکب یې باید د سزا لیدلو لپاره استخباراتو ته معرفي سي. لوستونکو ته دي معلومه وي چي که څوک لمونځ قضا وکړي نو قضايی یوازي فرض رکعتونه کیږي. هیڅوک د قضايی لمانځه په وخت کي سنت رکعتونه نه کوي او د دې معنا دا ده چي سنت اختیاري شی دی. طالبانو ته څوک د هدایت دعا هم ځکه نه سی کولای چي هغوی ټول کارونه قصداً کوي.

کتنې۰