د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

خر او فیل | لیکنه: میرویس غورځنګ

افغان اتلان · پښتو
د امريکا د دوو ګوندونو سيالي نړۍ ته ګرانه ده
تاسي به هر وخت د امریکا په ټاکنو کي د فیل او خره نښانونه کتلي وي.
که څه هم له ۲۰۱۰م کال راهیسي د ډیموکرات ګوند رسمي لګو/پېژندنښه د (D) توری دی. مګر تر هغې مخکي ډیموکراتانو «خر» د خپل ګوند رسمي نښه پېژندل. لا اوس هم د کمپاینونو پر مهال ډیموکراتان خپل هغه مشهوره نښه کاروي.
ټوله کیسه او انګېزه له یو لفظي توهینه راپورته سوې ده. د امریکا اووم ولسمشر او د ډیموکرات ګوند بنسټګر انډریو جکسن ته به د هغه سیاسي او ټاکنیزو سیالانو (جکساس) ویئ. جکساس په انګلیسي کي «نر خره» ته وایي. جکسن د هغوئ توهین امېزه لفظ ته هیڅ عکس العمل نه ښوئ. خو هغه راولاړ سو د ۱۸۲۸م کال په ولسمشریزو ټاکنو کي یې د سیالانو همدا توهین امېزه لفظ د خپلو ټاکنېزو منډو ترړو شعار وګرځوئ. هغه د خره کارتون ته لیکلي وه “خر وفادار، مقاوم او کولای سي چي درانه بارونه یوسي؛ امریکا یو داسي پوه ولسمشر غواړي چي وفادار، مقاوم او د درنو بارونو تاب ولري.”
انډریو جکسن په همدې کال د امریکا ټاکني هم وګټلې.
د جکسن له خدمتونو امریکایان تر ډېره خوشحاله و او د هغه د ګوند غړیو د خره سمبول د ګوند پېژندنښې په توګه وکاروئ. له دې وروسته د جمهوری غوښتنکي ګوند له جوړېدو څو کلونه وروسته ابراهام لینکن راولاړ سو د فیل سمبول یې دخپل جمهوریت غوښتونک ګوند رسمي پېژندنښه وپېژندل هغه به ویل چي فیل تر خره لا هم ځواکمن او مقاوم دی.
کتنې۰