د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه لنډي کيسې

تعریف | صفیه وردک

انځور پاڼه
مرګ ته هيله | سميرا حليمزۍ
عینکې يې پر مېز کېښودې.سر یې وګيراوه.ولټېد.المارۍ يې خلاصه کړه.نمجن بوی ترې راووت.ومې نه لیدل چې څه یې کېښودل که وپلټل.د المارۍ یوه پله یې بنده کړه ،بله نیمکښه پاتې شوه.نه پوهېږم پاتې شوه که یې پرېښوده . راغی کښېناست.
– په لومړي ځل مې جنګ وکړ.
– لومړی ځل?
– هو څو کاله پخوا.
– څو کاله؟
– نه پوهېږم.
– ښه خو یې ؟
لکه خبره مې يې چې نه وي اورېدلې.ولټېد ،ځای يې بدل کړ.
– هغه کس مې ولید.
– جنګ دې وکړ؟
– نه.
– جنګ را په زړه شو.
پاڅېد.مچمړ یې راواخیست.په ښیښه يې ګوزار وکړ.مچ پر ښیښه ونښت.
– نو ته دومره شریف یې؟
– د شرافت تعریف هر چا ته بېل دی.
 مچ له ښیښې را ولوېد.په مچمړ یې  د تاخچې کونج ته ورپورې واهه.
پای
۲۰۱۹ ،د نومبر۳۰مه