د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه لنډي کيسې

برج | محمد فیصل ځلاند

افغان اتلان · پښتو
برج | محمد فیصل ځلاند

په کوټه کې یوازې یم، تیاره ده، برق چې هماغه پرون ماښام تللی بیا یې لکه خپه مېلمه سر نه دی راښکاره کړی. مخکې مې راډیو نیولې وه، په خبرونو کې یې ویل چې نامعلومو کسانو د برق څو پايې الوزولې دي.

د موبایل څراغ مې لګولی، رڼا يې په سترګو نېغه رالګیږي.

د کړکۍ پرده نیمکښه ده، ټول ښار تیاره دی، مازې په یوه نیم کور کې که لږه خپه رڼا تر سترګو شي. زما کوټې ته مخامخ د لویې زړې کلا په نړېدلي برج ژېړ څراغ د تیرو ورځو پشان لګېدلی دی. رڼا يې لاندې په سړک د ولاړو لوحو سره انعکاس کوي او په سړک یی روښانه لیکې جوړې کړې دي. د دې کلا ښۍ خوا ته د عسکرو لوی نظامي کنډک پروت دی، دوی ته به يې ښايي شخصي برق ورکړی وي، ځکه څراغونه یې تل روښانه وي.

پرون چې برق لاړ، زه همدلته ناست وم، کوچني موبایل مې چارج خلاص کړی و، د کړکۍ پرده مې پورته کړې وه، او د لویې کلا دې نړېدلي برج ته فکر وړی وم. دا کلا د ښار په منځ کې ده، خدای خبر څومره کلونه به پرې وتلي وي خو له غټو پلنو دیوالونو یې اوس هم د سړي وېره کیږي. له ماشومتوبه مې یې په اړه کیسې اورېدلې وې، نېکه به مې ویل:
“دلته د وخت واکمن اوسېده، ټول ښار یې تر واک لاندې و او په یوه اشاره يې خپل دښمن تر تېغ تېراوه، چا یې له امر سر غړونه نشوای کولی، چې دا کلا یې جوړوله د ډیرو انسانانو کوپړۍ یې په دیوالونو کې خښ کړې.”

د نیکه خبرې راته افسانې ښکارېدې، ده به ښایي له نورو اورېدلې وې، باور مې نه پرې کېده. د تاریخ دوه درې کتابونه مې ولټول، څه مې پکې ونه موندل. بله ورځ مې پلار یو پنډ کتاب راوړ، ویل یې:
— که یې ګورې، د زړې کلا معلومات پکې شته.

د دې کلا حقيقي کیسه مې لوسته، د خلکو له کیسو سره یې ډېر توپیر نه درلود، خو عام خلک هرې خبرې ته یو څه ور اضافه کوي او سړی باور نشي پرې کولی. په کتاب کې مې په ډېر خپ لیک لیکل شوې لیکنه او زوړ انځور سترګې ولیدل، په پراخه ځمکه کې دې ابادې تاریخي کلا څوارلس دنګ برجونه لرل، لسګونه کوټې، بې شماره مورچې، د سرتېرو د اوسېدو ځایونه ارامسرای او پراخه حجره… د کلا ښایست ان په انځور کې لا سړی اغېزمن کاوه. ورپسې مې په لسګونو پاڼو کې لیکل شوې ليکنې د سر ويښتان نېغ ودرول. د کلا څښتن د خلکو وینې لکه ګنګ زبېښلې وې او د زرګونه انسانانو سرونه یې له تنو ور جلا کړي وو.

له کلا مې نفرت وشو، د کوټې پرده به مې کش کړه، خو وروسته بیرته ورسره عادي شوم.

اوس کلا هغسې نه ده، بیخي په کنډواله بدله شوې، برجونه یې نړېدلي او د دیوالونو په بېخونو کې یې غټو میږیانو او مږو سوري جوړ کړي دي. ځینې وخت یې لاندې پوډريانو میله برابره کړې وي، خو ډیر وخت بیا د سپیو غپا داسې شور ماشور پکې جوړ کړی وي، ته به وايي چې د ټول ښار سپي دلته سره راټول شوي دي. د کلا د واکمن په قبر د ښار په یوه هسکه کې خړ زیارت جوړ دی. تیره اونۍ د چکر لپاره هغه غونډۍ ته ختلی وم، د ده په قبر مې سترګې ولګېدې، دلته هم لکه چې د کلا پشان مېږيان او مږې ډېرې وې، په قبر کې یې سوري کړي و او مړې خاورې یې ترې رایستلې وې.
….
برق تر اوسه نه دی راغلی، له کړکۍ نرم باد راځي. مخامخ د کلا په برج ژیړ څراغ هماغسې روښانه دی خو شا او خوا ښار داسې تیاره او غلی ښکاري لکه ټول چې زما پشان د کلا نړيدلي برج ته ځیر وي او د تاریخ بدلون ته فکر وړي وي.

د باندې د سپو غپا شوه، د کوټې له کړکۍ ورګورم، د کلا د دیوال تر څنګ یو څوک ښکاري، د څراغ رڼا پرې لګېدلې ده، چې معتاد به وي که به له نيږدې روغتون نه د بولو لپاره څوک راوتلي وي. دوه سپي یو ځای ورته غاپي، ده په یوه لاس خپله ګنډه (خښتک) نیولی او په بل لاس سپي شړي.

کتنې۰