ایا تاسو خپل خاوند ته د جنسي اړیکي بلنه ورکوئ؟

لیکوال: ډاکټر خالد سهیل
ژباړه: احمدشاه پاڅون
ما د ښایستې په نوم (مستعار نوم) له خپلي یوې ناروغي و پوښتل: ستاسو د واده څو کاله کیږي.
ځواب یې راکړ: نولس کاله.
و مي پوښتل: په دومره موده کي ستاسو او خاوند د جنسي اړیکي په سلسله کي څه بدلون راغلی؟
له لږ سوچ او فکر وروسته یې وویل: د واده په لومړیو څو میاشتو کي په ورځ کي دوه ځله، بیا په اوونۍ کي دوه ځله، وروسته په کال کي دوه ځله. اوس دا څو کاله کیږي چي دواړه د ورور او خور په شان سره اوسیږو.
له یوې بلي مسلمانې ناروغې عالیې (مستعار نوم) څخه مې و پوښتل: ایا تاسو کله هم خپل خاوند ته د جنسي اړیکي بلنه ورکړې ده؟
- یا هیڅکله نه
- ولي؟
- زه د هغه د بلني په تمه یم
- ایا ته د جنسي اړیکي څخه خوند نه اخلې؟
- یا، زه دا ګڼم چي دا مي یوه فریضه ده.
- ولي له جنسي اړیکي خوند نه اخلې؟
- ښايي د ماشومتوب د روزني اثر وي، موږ ته دا را ښودل سوي دي چي جنسي اړیکه یوازي د ماشوم د پیدا کیدو لپاره ده، نه د خوند اخستلو لپاره. اوس موږ درې اولادونه لرو، فکر کوم اوس جنسي اړیکي ته کومه اړتیا نسته.
ما پر خپلو غوږونو باور نه سو کولی چي داسي خبرې دي مي اوریدلي وي.
زه د تیرو درې لسیزو تخصصي تجربې پر اساس ویلای سم چي داسي بې شمیره ښځي سته چي د خپل جسم او جنسي اړیکي له رازونو نه دي خبري.
له لومړی تر وروستي حیضه، له لومړۍ جنسي اړیکي تر وروستۍ هغې پوري حتی د دوی خپل جسم هم د دوی لپاره نابلده وي.
ډیری نجونو او ښځو ته جنسي تعلیم نه ورکول کیږي، هغوی د کانډوم او د حمل د مانع کونکو درملو په اړه هیڅ نه پوهیږي. هغوی په دې هم نه پوهیږي چي په هره میاشت کي یوازي درې ورځي داسي دي چي هغوی پکي حمل اخستلای سي.
خدای خبر څومره ښځي به د خپل خاوند سره جنسي اړیکه یو فرض ګني؟
هغوی ته چا نه دي ور ښودلي چي د خپل وجود څخه خوښي او خوند هم تر لاسه کولای سي.
له بده مرغه په یویشتمه پېړۍ کي هم خدای خبر څومره میرمني جنسي اړیکه د میني، محبت او ملګرتوب پر ځای ګنا او چټلي ته منسوبوي. داسي انسانان د میني او اړیکي له ادابو سره بلتیا نه لري.
ډیری میرمنو ماته ویلي چي دوی د خسر په کور کي ډیري شرمیږي، زړه یې غواړي خاوند ته ووايي چي یو هوټل ته یې بوزي، مګر دا خبره یې هم له شرمه خاوند ته تر خوله نه وځي.
د ختیځ د ښځو په پرتله د لویدیځ ښځي د خپل جسم او جنسي اړیکي په رازونو ډیري خبري دي، هغوی په مینه او رومانس کي ډیري واریدي دي او په جنسي اړیکو کي فعال رول لوبوي.
ما له غربي ښځو د میني د زار پوښتنه وکړه، هغوی راته ویلي چي (په خوږو خبرو کي جادو دی) نه پوهیږم څومره میرمنو راته ویلي چي کله یې خاوند ټوله ورځ له دوی سره د میني، خلوص او زړه را کښون چلند وکړي، نو ماښام ته د دوی وجود د بخمل په شان نرم سي، زړه یې غواړي چي خاوند په غیږ کي و نیسي، مګر کومه ورځ چي خاوند موږ ذلیله کړي، تحقیري او بې عزته کوونکي خبري راته کوي، ماښام د دوی وجود د اغزي لرونکي وني په شان سي چي لمس کولو سره یې زړه او وجود دواړه ژوبل کیږي. په داسي وخت کي جنسي اړیکه خو پریږده، حتی نه غواړو چي د هغوی څیره لا وګورو.
په دې خبره ډیر لږ خلک پوهیږي چي د غربي ښځو مینه او له مباشرت څخه لذت تر لاسه کول په تیرو څو لسیزو کي د ښځو د ازادۍ د تحریک او جنسیتي انقلاب ثمره ده.
په غرب کي اوس هم ډیري د رسیدلي عمر ښځي د ختیځ د ښځو په ډول جنسي اړیکه ګنا ګڼي او یا خپل خاوند ته د اړیکي بلنه ورته شرم ښکاري.
یوې مشري ښځي راته وویل چي دا جنسي اړیکه په تیاره کي تر سره کوي، په خبره یې نه غواړي خاوند یې لوڅ بند و ګوري، هغې هم هیڅ کله خپل خاوند لوڅ نه وو لیدلی.
ځینو حتی داسي هم راته ویلي چي که و غواړي هم نه پوهیږي خپل خاوند ته څه ډول د اړیکي بلنه ورکړي. ځیني خو خپل خاوند ته اشاروي بلنه ورکوي مګر خاوند یې نسي درک کولای.
د بیلګي په ډول زما یوه د پاخه عمر ناروغه نینسي ( مستعار نوم) ده. دا ښځه د ژور خپګان په ناروغۍ اخته وه چي بیا وروسته روغه سوه، وروسته به دا هره میاشت د چک اپ لپآره راتلله. ددې سره د خبرو پر مهال به یې خاوند په انتظار خونه کي ناست و.
یوه ورځ یې خاوند زما سره په تنهايي کي و لیدل، و یې ویل: نینسي ستا ډیر قدر کوي، ایا کولای سي ورنه و پوښتې چي دا زما سره جنسي اړیکه ولي نه ساتي؟
راتلونکي میاشت ما له نینسي څخه و پوښتل: ایا ته له خپل خاوند سره جنسي اړیکه نه ساتې؟
ځواب یې راکړ: زه خو یې غواړم، هغه یې نه غواړي. زیاته یې کړه، چي زه کله هم له هغه و پوښتم، ایا ته غواړې زما سره بستره شریکه کړې، د هغه ځواب منفي وي.
ما د نینسي خاوند سټین (مستعار نوم) خپل اطاق ته را و غوښت، ورته و مي ویل: کله چي نینسي وايي: Can we make bed together? ددې مطلب دا وي چي راځه جنسي مباشرت وکړو.
سټین و خندل، تندی یې و ټکوی و یې ویل: که داسي خبره وي نو بیا خو زه هر وخت بسترې شریکولو ته اماده یم.
تر دې لیدني وروسته د نینسي او سټن تر منځ د خوښۍ شېبې زیاتي سوې او ژوند یې لا پسي رنګین سو.
تیره میاشت سټین زما څخه د منني لپاره راغلی و چي زما سره د یوه مجلس له برکته یې په ازدواجي ژوند کي زړه را کښوونکي تغییر را منځ ته سو.
اوس پوښتنه دا ده چي تر واده کلونه وروسته خپل خاوند ته د زړه له اخلاصه د جنسي اړیکي بلنه ورکوئ، شرمیږئ او که دا یو فرض ګنئ؟