اماني مکافات؛ نادري لورینه | پوهاند نصرالله ستانکزی

(د هیواد د خپواکۍ د ۱۰۵ کالیزې په پلمه)
په ۱۳۰۰ کال کې پاچا امان الله خان؛ دیوه فرمان په ترڅ کې او په یوه شانداره غونډه کي؛ د خپلواکۍ د جگړې د جنوبي محاذ قوماندان سپهسالار محمدنادر خان او د حرب وزیر ته؛ د هغه میړانې له وجې چې انگریزي قواوو ته یې د ټل په جبهه کې ماته ورکړې وه، د لمر اعلي دولتي نښان؛ چي په خپل وخت کې تر ټولو لوړ او ارزښمن دولتي نښان ؤ؛ د دولت د نښانونو او مډالونو له نظامنامې (قانون ) سره سم تفویض کړ.
د فرمان له مخې؛ له قانون سره سم برسیره پر دې چې د لمر اعلی نښان هغه ته ورکړ شو ، تر څنگ یې پنځه ویشت زره پخې کابلۍ. روپۍ او پنځه سوه جریبه کرهنیزه ځمکه؛ د کابل د علي اباد غونډۍ په لمنه کې؛ له دولتي املاکو څخه ورکړ شوه.
په فرمان کې برسیره پر دې چې د سپهسالار نادر خان د میړانې داسي ستاینه شوې وه؛ د نښان ضمیموي امتیازاتو په هکله هم داسي مطالب راغلي وو :« جلالتماب اعلي سردار محمد نادر خان غازي چې د جهاد في سبیل الله په وخت کې په جنوبي لورې کې یې همت او غیرت ښودلی ؤ، د کره او رښتینو خدمتونو له پاره یې چې ترسره کړي یې دي، د خپل شاهانه حضور له خوا د لوړ ارزښت لرونکي (لمر اعلی) نښان باندي یې سرلوړی او ممتاز گرځوم. د نښانونو د نظامنامې د دریمې مادې سره سم پنځه ویشت زره کابلۍ پخې روپۍ او پنځه سوه جریبه ځمکه مکافات منظور فرمایم. نوموړی کولی شي دغه ځمکه خپل اولاد ته ولېږدوي، اما د خرڅولو اجازه یې نه لري…»
د دغه فرمان او مکافات د ورکړې په وړاندې سپهسالار نادر خان د ستاینې او مننې تر څنگ، نوموړې ځمکه او نقدې پیسې بیرته وقف او د یوه ښوونځي د تاسیس او سمبالولو له پاره یې داسي؛ څرگندونې وکړې:«هر افغان ستاسو غازي اعلیحضرت د احسان پوروړی دی ستاسو د اعلیحضرت دغه بار چې د افغانانو په اوږه پروت دی قلم او ژبه یې نه شي بیانولی، مگر هر افغان وگړی باید دغه ستر نعمت چې خدای پاک تاسو د هغه وسیله گرځولی یاست په عملي لارو د خپل سر او مال په بیه د افغانستان د پرمختگ او زموږ د ځوان پاچا په خاطر چې د افغانستان د ترقۍ سبب دی؛ باید ترسره یي کړي. او ستاسو د ژورو افکارو د پلي کولو له پاره هڅه وکړي. نو ستاسو غازي واکمن حضور ته عرض او هیله لرم چې د امانیه اسلامیه ښوونځي تاسیس چې تاسو یې د علی اباد په سیمه کې د جوړولو اراده لرئ د همدې نقدو پیسو او ځمکې چي ماته مو زما د کوچني خدمت له کبله مهرباني کړې؛ له درکه جوړ او د ځمکې له حاصله دې د هغه مصارف ورکړ شي. هیله ده زما دا عرض منظور کړئ تر څو ستاسو دغه له مهربانۍ ډک امر سره د افغانستان ملت ته گټه ورسیږي.»
پاچا امان الله خان دا وړاندیز ومانه او د سردار محمد نادر اقدام یې وستایه او هیله یې وکړه چې نوموړی لا هم د نورو خدمتونو جوگه شي.
د یادونې وړ ده چې کله محمد نادر خان د افغانستان پاچا شو ، په ۱۳۱۱ لمریز کال کې یې نوموړې ځمکه بیا ځلي د یوه سناتوریم او د طب پوهنځي د جوړولو له پاره وقف کړه، او په دې توگه د کابل پوهنتون اساس په همدې کال کې کیښودل شو.