د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

افغانستان په څو جبهو کې | زلمی نصرت

انځور پاڼه
د «ټول‌شموله حکومت» تر پردې لاندې د نیابتي ډلو ملاتړ

دنمارک

افغانستان یوځل بیا په تاریخې پل کې د ستونزو د شتون‌ او هیلو په گډ حالت کې قرار لري.

 په داسې  حساسوشرایطو کې: جگړه د اشغالگرو پر ضد نسبتاً اسانه ده، خو هغه جگړه چې د گاونډیانو پر وړاندې وي٬ چې له موږ سره ډېری مشترکات لري ، ډېره سخته او پېچلې ده. دا ډول جگړې یوازې زور ته اړتیا نه لري٬ بلکې حوصله، زغم٬ زیرکتیا٬ عملي او ښه تدبیر غواړي٬ په داسې حال کې چې موږ لا هم په ملگرو ملتونو کې رسمي استازولي او د رسمیت پیژندنه نه لرو؛ هوایي ځواک نه لرو؛ جگړې مو زیامن کړي؛ پراخ اقتصادی ستونزو او د بیرته راستنیدونکو کډوالود توفانونو له ننگونو سره مخ یو؛ او تر ټولو مهمه٬ موږ هغه سیمه کې قرار لرو چې د نورو هیوادونو تر اغیزو لاندې ده او باید ددوی له کورونو سره نړیوالې اړیکې وساتو.

که ددې واقعیتونو بې پروایۍ وکړو ، نه شو کړای سالم ملي دریځ ونیسواو له خپلو ملي گټو څخه موثره دفاع وکړو.

اوس افغانستان په څو جبهو کې د مبارزې سره مخ دی:

لومړی جبهه هغه کسان دي چې ځانونه افغان نه گڼي او د «افغان او غیر افغان»٬ «پښتون او غیر پښتون»٬ او د خراسان او هزارستان په نومونو د ژبې ٬ قوم او سیمه ایزې ویش اور ته لمن وهي.

 سکتریستان او فدرال غوښتونکې هم د همدې لیکې برخې دي؛  دوی د پاکستان له لورې د یرغل ملاتړ ته اشاره کوي او دا جگړه د پښتنو د ننه د « افغانیزې» کولو جگړه بولي ـ  او وایې پریږدئ چې یو بل ووژنې او غیر پښتانه دې په دې کې دخل او اغیز و نلري.

دویمه جبهه هغه لوړ پوړي فراریان دي چې  د جمهوریت له ویښو ځواکونو ولسمشر٬ مرستیالانو٬ وزیرانو٬ جنرالانو٬ قوماندانانو٬ رییسانو او له وکیلانو جوړې شوي دي. دوی اوس د پاکستان د یرغل پر وړاندې د مشروعیت او اساسي قانون  پرخبرو ټینگار  کوي.

 د داسې بې پایې او پوچو نظریاتو په وړاندې کولو دوی له ملي خاوری او ملي بشپرتیا د ارزښت د دفاع څځه شاته کیږي او په نتیجه کې د یرغل مشروعیت ته په نا څاپي توگه وده ورکوي.

 دوی هیر کړي چې په تیرو پیښو کې  همدوی وو چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د تاریخې معاملی د منلو په ترڅ کې٬ له ملي ارزښتونو او د خاورې د بشپړتیا په دفاع کې وروسته پاتې شول او تر هر چا مخکې له مشروعیت، اساسي قانون، د خاورې له بشپړتیا او ملي ارزښتونو څخه تېر شول او د ذلت سره٬ څوک هم له ځمکې او څوک هم له هوا نه و تښتیدل.؟

دریمه جبهه د پاکستان د یو شمېر سیاسي او پوځي کړیو د مداخلو په وړاندې ده؛ هغه کړۍ چې په خپلو کورنیو امنیتي چارو کې ماتې خوړلې او اوسنۍ کړکیچونه یې له ستونزو سره زیږولي دي او د بلوچانو د ازادۍ غوښتونکو او د ټي،ټي پي د تر سره شویو مقاوموتونو پر وړاندې د مقابلې وړتیا  له لاسه ورکړې ده.

څلورمه جبهه د امریکا د پټ او ښکاره فشارونو په مقابل کې ده٬ چې توضیحاتو ته ضرورت نه لري.

 که د افغانانو کورنۍ ستونزې یو خواته پریږدو٬ د هیواد لاره داده٬  چې د افغانستان د ارضي بشپړتیا ساتنه٬‌ او ملي حاکمیت ته ژمنتیا لومړیتوب و لري. موږ نشو کولای چې د بهرنیو بې‌شرمانه مداخلاتو او د افغانستان د سرحدي نقضونو پر وړاندې غافل او چوپ پاتې شو.

د قدرت مسایل که څه هم مهم دی، خو هیڅکله باید دا دلیل ونگرځي چې موږ د پردیو د تجاوز پر وړاندې خاموش پاتې شو او سکوت وکړو.

ځکه چې په بهرنیو مداخلاتو او مرزی بشپړتیا په څرگند نقض چوپتیا٬ په حقیقت کې د دښمن د پټ او ښکاره مداخلاتو دملاتړ او د ملي خیانت  سره مساوی ده.

لنډه دا چې:

 پاکستان اوس په ژور پوځي، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي کړکیچ کې راگیر او ډوپ دی چې هېڅ بل بدیل غیر له سقوقه ورته پاتې نه دی. د پاکستان په اردو کې هم جدی اختلافات پیدا شوی او په دې نږدې کې د نظامې کودتا احتمال هم وجود لري.

داسې انگیرنه هم شته چې که کویته او پيښور له کنتروله ووځي نو د سیمې انډولي به بدلې شي؛نو ځکه هغوی افغانستان باندې خوله لگوي او فشارونه واردوي.