د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت رحمن

❯

سورت رحمن · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

تلاوت او پښتو ژباړه · بشپړ سورت

سورة الرحمن

سرچینه: IslamHouse.com

یادونه: د پښتو غږیزه ژباړه له لیکلې ژباړې سره په کلمو کې توپیر لرلای شي. دا غږ د بشپړ سورت دی، د اوسني مخ نه دی.

د مخ شمېره: 531

55:1↗
ٱلرَّحۡمَٰنُ
55-1 ډېر زیات مهربان ذات
55:2↗
عَلَّمَ ٱلۡقُرۡءَانَ
55-2 (دا) قرآن ښودلى دى
55:3↗
خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ
55-3 هغه انسان پیدا كړى دى
55:4↗
عَلَّمَهُ ٱلۡبَيَانَ
55-4 ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي
55:5↗
ٱلشَّمۡسُ وَٱلۡقَمَرُ بِحُسۡبَانٖ
55-5 لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي
55:6↗
وَٱلنَّجۡمُ وَٱلشَّجَرُ يَسۡجُدَانِ
55-6 او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي
55:7↗
وَٱلسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ ٱلۡمِيزَانَ
55-7 او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده
55:8↗
أَلَّا تَطۡغَوۡاْ فِي ٱلۡمِيزَانِ
55-8 (د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ
55:9↗
وَأَقِيمُواْ ٱلۡوَزۡنَ بِٱلۡقِسۡطِ وَلَا تُخۡسِرُواْ ٱلۡمِيزَانَ
55-9 او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ
55:10↗
وَٱلۡأَرۡضَ وَضَعَهَا لِلۡأَنَامِ
55-10 او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده
55:11↗
فِيهَا فَٰكِهَةٞ وَٱلنَّخۡلُ ذَاتُ ٱلۡأَكۡمَامِ
55-11 په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي
55:12↗
وَٱلۡحَبُّ ذُو ٱلۡعَصۡفِ وَٱلرَّيۡحَانُ
55-12 او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي
55:13↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-13 نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ)
55:14↗
خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِن صَلۡصَٰلٖ كَٱلۡفَخَّارِ
55-14 انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى
55:15↗
وَخَلَقَ ٱلۡجَآنَّ مِن مَّارِجٖ مِّن نَّارٖ
55-15 او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى
55:16↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-16 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت