د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت طور

❯

سورت طور · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

تلاوت او پښتو ژباړه · بشپړ سورت

سورة الطور

سرچینه: IslamHouse.com

یادونه: د پښتو غږیزه ژباړه له لیکلې ژباړې سره په کلمو کې توپیر لرلای شي. دا غږ د بشپړ سورت دی، د اوسني مخ نه دی.

د مخ شمېره: 523

52:1↗
وَٱلطُّورِ
52-1 قسم دى په طور غر
52:2↗
وَكِتَٰبٖ مَّسۡطُورٖ
52-2 او په كتاب لیكل شوي
52:3↗
فِي رَقّٖ مَّنشُورٖ
52-3 په پرانستل شوې پاڼه كې
52:4↗
وَٱلۡبَيۡتِ ٱلۡمَعۡمُورِ
52-4 او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور
52:5↗
وَٱلسَّقۡفِ ٱلۡمَرۡفُوعِ
52-5 او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى)
52:6↗
وَٱلۡبَحۡرِ ٱلۡمَسۡجُورِ
52-6 او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر
52:7↗
إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَٰقِعٞ
52-7 بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى
52:8↗
مَّا لَهُۥ مِن دَافِعٖ
52-8 هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته
52:9↗
يَوۡمَ تَمُورُ ٱلسَّمَآءُ مَوۡرٗا
52-9 هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل
52:10↗
وَتَسِيرُ ٱلۡجِبَالُ سَيۡرٗا
52-10 او غرونه به روان شي، سخت روانېدل
52:11↗
فَوَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
52-11 پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
52:12↗
ٱلَّذِينَ هُمۡ فِي خَوۡضٖ يَلۡعَبُونَ
52-12 هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي
52:13↗
يَوۡمَ يُدَعُّونَ إِلَىٰ نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا
52-13 هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل
52:14↗
هَٰذِهِ ٱلنَّارُ ٱلَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ
52-14 دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت