د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت قصص · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
تلاوت او پښتو ژباړه · بشپړ سورت
سورة القصص
یادونه: د پښتو غږیزه ژباړه له لیکلې ژباړې سره په کلمو کې توپیر لرلای شي. دا غږ د بشپړ سورت دی، د اوسني مخ نه دی.
د مخ شمېره: 385
28:1↗
طسٓمٓ
28-1 طا، سين، ميم
28:2↗
تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ
28-2 دا د څرګند كتاب ایتونه دي
28:3↗
نَتۡلُواْ عَلَيۡكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرۡعَوۡنَ بِٱلۡحَقِّ لِقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ
28-3 مونږ تا ته لولو د موسٰى او فرعون له خبرونو ځنې په حقه سره د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
28:4↗
إِنَّ فِرۡعَوۡنَ عَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَجَعَلَ أَهۡلَهَا شِيَعٗا يَسۡتَضۡعِفُ طَآئِفَةٗ مِّنۡهُمۡ يُذَبِّحُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَيَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ
28-4 بېشكه فرعون په ځمكه كې لويي راخيستې وه او د دې اوسېدونكې يې ډلې ډلې كړي وو، په دوى كې يې یوه ډله ډېره ضعیفه كوله، د دوى زامن به يې حلالول او د دوى ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، بېشكه هغه له فساد كوونكو ځنې و
28:5↗
وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱسۡتُضۡعِفُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَنَجۡعَلَهُمۡ أَئِمَّةٗ وَنَجۡعَلَهُمُ ٱلۡوَٰرِثِينَ
28-5 او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د ملك) وارثان وګرځوو