د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مسد · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
تلاوت او پښتو ژباړه · بشپړ سورت
سورة المسد
یادونه: د پښتو غږیزه ژباړه له لیکلې ژباړې سره په کلمو کې توپیر لرلای شي. دا غږ د بشپړ سورت دی، د اوسني مخ نه دی.
د مخ شمېره: 603
111:1↗
تَبَّتۡ يَدَآ أَبِي لَهَبٖ وَتَبَّ
111-1 د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو
111:2↗
مَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُ مَالُهُۥ وَمَا كَسَبَ
111-2 د ده هېڅ په كار رانغى د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو
111:3↗
سَيَصۡلَىٰ نَارٗا ذَاتَ لَهَبٖ
111-3 ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي
111:4↗
وَٱمۡرَأَتُهُۥ حَمَّالَةَ ٱلۡحَطَبِ
111-4 او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم)
111:5↗
فِي جِيدِهَا حَبۡلٞ مِّن مَّسَدِۭ
111-5 د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده