د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت آل عمران

❯

سورت آل عمران · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 75

3:187↗
وَإِذۡ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُۥ لِلنَّاسِ وَلَا تَكۡتُمُونَهُۥ فَنَبَذُوهُ وَرَآءَ ظُهُورِهِمۡ وَٱشۡتَرَوۡاْ بِهِۦ ثَمَنٗا قَلِيلٗاۖ فَبِئۡسَ مَا يَشۡتَرُونَ
3-187 او كله چې الله له اهلِ كتابو نه پخه وعده واخيستله چې تاسو به هرومرو خلقو ته دا (كتاب) بیانوئ او تاسو به دا نه پټوئ، نو هغوى دا(كتاب) د خپلو شاګانو شا ته وغورځاوه او د ده په بدل كې يې لږ قیمت واخيست، نو بد دى هغه شى چې دوى يې اخلي
3:188↗
لَا تَحۡسَبَنَّ ٱلَّذِينَ يَفۡرَحُونَ بِمَآ أَتَواْ وَّيُحِبُّونَ أَن يُحۡمَدُواْ بِمَا لَمۡ يَفۡعَلُواْ فَلَا تَحۡسَبَنَّهُم بِمَفَازَةٖ مِّنَ ٱلۡعَذَابِۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ
3-188 ته له سره ګمان مه كوه په هغو خلقو باندې چې په خپلو كړو (ناروا كارونو) باندې خوشحالېږي او خوښوي چې په هغو (نېكو) كارونو وستايل شي چې دوى نه دي كړي، نو ته د دوى په هكله له عذاب نه د خلاصي ګمان له سره مه كوه او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
3:189↗
وَلِلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ
3-189 او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
3:190↗
إِنَّ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَٱخۡتِلَٰفِ ٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ لَأٓيَٰتٖ لِّأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ
3-190 بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي
3:191↗
ٱلَّذِينَ يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمۡ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ رَبَّنَا مَا خَلَقۡتَ هَٰذَا بَٰطِلٗا سُبۡحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ
3-191 هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه
3:192↗
رَبَّنَآ إِنَّكَ مَن تُدۡخِلِ ٱلنَّارَ فَقَدۡ أَخۡزَيۡتَهُۥۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ
3-192 اى زمونږه ربه! بېشكه ته چې څوك اور ته داخل كړې، نو یقینًا تا هغه رسوا كړ او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
3:193↗
رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعۡنَا مُنَادِيٗا يُنَادِي لِلۡإِيمَٰنِ أَنۡ ءَامِنُواْ بِرَبِّكُمۡ فَـَٔامَنَّاۚ رَبَّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرۡ عَنَّا سَيِّـَٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلۡأَبۡرَارِ
3-193 اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو
3:194↗
رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخۡزِنَا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ إِنَّكَ لَا تُخۡلِفُ ٱلۡمِيعَادَ
3-194 اى زمونږه ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږه مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲