د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت آل عمران

❯

سورت آل عمران · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 71

3:158↗
وَلَئِن مُّتُّمۡ أَوۡ قُتِلۡتُمۡ لَإِلَى ٱللَّهِ تُحۡشَرُونَ
3-158 او خامخا كه چېرې تاسو مړه شئ، یا ووژل شئ، (نو) خامخا خاص د الله په طرف به تاسو راجمع كړى شئ
3:159↗
فَبِمَا رَحۡمَةٖ مِّنَ ٱللَّهِ لِنتَ لَهُمۡۖ وَلَوۡ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ ٱلۡقَلۡبِ لَٱنفَضُّواْ مِنۡ حَوۡلِكَۖ فَٱعۡفُ عَنۡهُمۡ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ وَشَاوِرۡهُمۡ فِي ٱلۡأَمۡرِۖ فَإِذَا عَزَمۡتَ فَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَوَكِّلِينَ
3-159 نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي
3:160↗
إِن يَنصُرۡكُمُ ٱللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمۡۖ وَإِن يَخۡذُلۡكُمۡ فَمَن ذَا ٱلَّذِي يَنصُرُكُم مِّنۢ بَعۡدِهِۦۗ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ
3-160 كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
3:161↗
وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّۚ وَمَن يَغۡلُلۡ يَأۡتِ بِمَا غَلَّ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفۡسٖ مَّا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ
3-161 او له نبي نه دا نشي كېدلى چې هغه دې خیانت وكړي او چا چې خیانت وكړ، نو د قیامت په ورځ به له خیانت سره راځي، بیا به هر نفس ته د هغه د عمل پوره پوره بدله وركړى شي او پر هغوى به ظلم ونه كړى شي
3:162↗
أَفَمَنِ ٱتَّبَعَ رِضۡوَٰنَ ٱللَّهِ كَمَنۢ بَآءَ بِسَخَطٖ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأۡوَىٰهُ جَهَنَّمُۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ
3-162 ایا نو هغه څوك چې د الله د رضامندۍ پیروي كوي، د هغه كس په شان دى چې د الله له جانبه په (راغلي) غضب سره واپس شي؟ او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځای دى
3:163↗
هُمۡ دَرَجَٰتٌ عِندَ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ بَصِيرُۢ بِمَا يَعۡمَلُونَ
3-163 د الله په نیز دوى د بېلو بېلو درجو (والا) دي او الله ښه لیدونكى دى هغو عملونو لره چې دوى يې كوي
3:164↗
لَقَدۡ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ إِذۡ بَعَثَ فِيهِمۡ رَسُولٗا مِّنۡ أَنفُسِهِمۡ يَتۡلُواْ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمۡ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبۡلُ لَفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٍ
3-164 خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو
3:165↗
أَوَلَمَّآ أَصَٰبَتۡكُم مُّصِيبَةٞ قَدۡ أَصَبۡتُم مِّثۡلَيۡهَا قُلۡتُمۡ أَنَّىٰ هَٰذَاۖ قُلۡ هُوَ مِنۡ عِندِ أَنفُسِكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ
3-165 ایا كله چې تاسو ته (په احد كې) یو مصیبت درورسېده، چې یقینًا تاسو د هغه دوه چنده (مصیبت كفارو ته) رسولى و، تاسو وویل: دا له كومه (راغى؟) ته ووایه: دا ستاسو د نفسونو له طرفه دى، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲