د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت آل عمران

❯

سورت آل عمران · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 67

3:133↗
۞ وَسَارِعُوٓاْ إِلَىٰ مَغۡفِرَةٖ مِّن رَّبِّكُمۡ وَجَنَّةٍ عَرۡضُهَا ٱلسَّمَٰوَٰتُ وَٱلۡأَرۡضُ أُعِدَّتۡ لِلۡمُتَّقِينَ
3-133 او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى
3:134↗
ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي ٱلسَّرَّآءِ وَٱلضَّرَّآءِ وَٱلۡكَٰظِمِينَ ٱلۡغَيۡظَ وَٱلۡعَافِينَ عَنِ ٱلنَّاسِۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلۡمُحۡسِنِينَ
3-134 هغه كسان چې انفاق كوي په اسانۍ او تنګۍ كې او خصوصًا چې غصې لره زغمونكي وي او خلقو ته معافي كوونكي وي او الله نېكي كوونكي خوښَوي
3:135↗
وَٱلَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَٰحِشَةً أَوۡ ظَلَمُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ ذَكَرُواْ ٱللَّهَ فَٱسۡتَغۡفَرُواْ لِذُنُوبِهِمۡ وَمَن يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ إِلَّا ٱللَّهُ وَلَمۡ يُصِرُّواْ عَلَىٰ مَا فَعَلُواْ وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ
3-135 او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي غیر له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغو اصرار (كلكوالى) و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي
3:136↗
أُوْلَٰٓئِكَ جَزَآؤُهُم مَّغۡفِرَةٞ مِّن رَّبِّهِمۡ وَجَنَّٰتٞ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ وَنِعۡمَ أَجۡرُ ٱلۡعَٰمِلِينَ
3-136 دغه كسان (چې دي) د دوى بدله د خپل رب له جانبه بخښنه ده او داسې جنتونه دي، چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې په هغو كې به دوى همېشه وي، او د (ښه) عمل كوونكو (لپاره) ښه اجر دى
3:137↗
قَدۡ خَلَتۡ مِن قَبۡلِكُمۡ سُنَنٞ فَسِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَٱنظُرُواْ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلۡمُكَذِّبِينَ
3-137 بېشكه له تاسو مخكې ډېرې طریقې (او پېښې) تېرې شوي دي، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟
3:138↗
هَٰذَا بَيَانٞ لِّلنَّاسِ وَهُدٗى وَمَوۡعِظَةٞ لِّلۡمُتَّقِينَ
3-138 دا د خلقو لپاره بیان دى او د پرهېزګارانو لپاره لارښوونه او نصیحت دى
3:139↗
وَلَا تَهِنُواْ وَلَا تَحۡزَنُواْ وَأَنتُمُ ٱلۡأَعۡلَوۡنَ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ
3-139 او تاسو مه كمزوري كېږئ او مه غمژن كېږئ، په دې حال كې چې هم تاسو به غالبه یئ، (خو) كه تاسو مومنان یئ
3:140↗
إِن يَمۡسَسۡكُمۡ قَرۡحٞ فَقَدۡ مَسَّ ٱلۡقَوۡمَ قَرۡحٞ مِّثۡلُهُۥۚ وَتِلۡكَ ٱلۡأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيۡنَ ٱلنَّاسِ وَلِيَعۡلَمَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَيَتَّخِذَ مِنكُمۡ شُهَدَآءَۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلظَّٰلِمِينَ
3-140 كه چېرې تاسو ته څه زخم رسېږي، نو یقینًا (كافر) قوم ته (هم) د دې په شان زخم رسېدلى دى او دا ورځې (حادثې) دي چې مونږه يې د خلقو په مینځ كې په وار سره اړوو رااړوو او لپاره د دې چې الله مومنان معلوم (څرګند) كړي او له تاسو څخه شهیدان واخلي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲