د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت تین · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 597
95:1↗
وَٱلتِّينِ وَٱلزَّيۡتُونِ
95-1 قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې
95:2↗
وَطُورِ سِينِينَ
95-2 او په طور سینین (غره) باندې
95:3↗
وَهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ٱلۡأَمِينِ
95-3 او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې
95:4↗
لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِيٓ أَحۡسَنِ تَقۡوِيمٖ
95-4 چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى
95:5↗
ثُمَّ رَدَدۡنَٰهُ أَسۡفَلَ سَٰفِلِينَ
95-5 بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته
95:6↗
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَلَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونٖ
95-6 مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى
95:7↗
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعۡدُ بِٱلدِّينِ
95-7 نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟
95:8↗
أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِأَحۡكَمِ ٱلۡحَٰكِمِينَ
95-8 ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟