د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مدثر · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 577
74:48↗
فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ
74-48 نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
74:49↗
فَمَا لَهُمۡ عَنِ ٱلتَّذۡكِرَةِ مُعۡرِضِينَ
74-49 نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
74:50↗
كَأَنَّهُمۡ حُمُرٞ مُّسۡتَنفِرَةٞ
74-50 ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
74:51↗
فَرَّتۡ مِن قَسۡوَرَةِۭ
74-51 چې له زمري نه تښتي
74:52↗
بَلۡ يُرِيدُ كُلُّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ أَن يُؤۡتَىٰ صُحُفٗا مُّنَشَّرَةٗ
74-52 بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
74:53↗
كَلَّاۖ بَل لَّا يَخَافُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ
74-53 هیڅكله داسې نه ده بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
74:54↗
كَلَّآ إِنَّهُۥ تَذۡكِرَةٞ
74-54 هیڅكله داسې نه ده، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
74:55↗
فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ
74-55 نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
74:56↗
وَمَا يَذۡكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ هُوَ أَهۡلُ ٱلتَّقۡوَىٰ وَأَهۡلُ ٱلۡمَغۡفِرَةِ
74-56 او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى