د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مدثر · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 575
74:1↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمُدَّثِّرُ
74-1 اى په جامه كې نغښتونكیه!
74:2↗
قُمۡ فَأَنذِرۡ
74-2 ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
74:3↗
وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ
74-3 او نو د خپل رب لويي بیانوه
74:4↗
وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ
74-4 او نو خپلې جامې پاكې ساته
74:5↗
وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ
74-5 او ګناه (او بتان) نو ترك كړه
74:6↗
وَلَا تَمۡنُن تَسۡتَكۡثِرُ
74-6 او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
74:7↗
وَلِرَبِّكَ فَٱصۡبِرۡ
74-7 او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
74:8↗
فَإِذَا نُقِرَ فِي ٱلنَّاقُورِ
74-8 نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
74:9↗
فَذَٰلِكَ يَوۡمَئِذٖ يَوۡمٌ عَسِيرٌ
74-9 نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
74:10↗
عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ غَيۡرُ يَسِيرٖ
74-10 په كافرانو باندې اسانه نه ده
74:11↗
ذَرۡنِي وَمَنۡ خَلَقۡتُ وَحِيدٗا
74-11 ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
74:12↗
وَجَعَلۡتُ لَهُۥ مَالٗا مَّمۡدُودٗا
74-12 او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
74:13↗
وَبَنِينَ شُهُودٗا
74-13 او زامن حاضر (باشه)
74:14↗
وَمَهَّدتُّ لَهُۥ تَمۡهِيدٗا
74-14 او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
74:15↗
ثُمَّ يَطۡمَعُ أَنۡ أَزِيدَ
74-15 بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
74:16↗
كَلَّآۖ إِنَّهُۥ كَانَ لِأٓيَٰتِنَا عَنِيدٗا
74-16 هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
74:17↗
سَأُرۡهِقُهُۥ صَعُودًا
74-17 ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم