د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت ممتحنه · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 551
60:12↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتُ يُبَايِعۡنَكَ عَلَىٰٓ أَن لَّا يُشۡرِكۡنَ بِٱللَّهِ شَيۡـٔٗا وَلَا يَسۡرِقۡنَ وَلَا يَزۡنِينَ وَلَا يَقۡتُلۡنَ أَوۡلَٰدَهُنَّ وَلَا يَأۡتِينَ بِبُهۡتَٰنٖ يَفۡتَرِينَهُۥ بَيۡنَ أَيۡدِيهِنَّ وَأَرۡجُلِهِنَّ وَلَا يَعۡصِينَكَ فِي مَعۡرُوفٖ فَبَايِعۡهُنَّ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لَهُنَّ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ
60-12 اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
60:13↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَوَلَّوۡاْ قَوۡمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡ قَدۡ يَئِسُواْ مِنَ ٱلۡأٓخِرَةِ كَمَا يَئِسَ ٱلۡكُفَّارُ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡقُبُورِ
60-13 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه قوم سره دوستي مه كوئ چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، یقینًا دوى له اخرته داسې نا امېده شوي دي لكه كفار چې د قبرونو والاو (له راژوندي كېدو) نه نا امېده شوي دي