د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت حدید · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 537
57:1↗
سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ
57-1 د الله پاكي بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
57:2↗
لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ
57-2 خاص هم ده لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، دى ژوندي كول كوي اومړه كول كوي اوهم دى په هر شى باندې ښه قادر دى
57:3↗
هُوَ ٱلۡأَوَّلُ وَٱلۡأٓخِرُ وَٱلظَّٰهِرُ وَٱلۡبَاطِنُۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ
57-3 هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى