د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت رحمن · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 533
55:41↗
يُعۡرَفُ ٱلۡمُجۡرِمُونَ بِسِيمَٰهُمۡ فَيُؤۡخَذُ بِٱلنَّوَٰصِي وَٱلۡأَقۡدَامِ
55-41 مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي
55:42↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-42 نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ
55:43↗
هَٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِي يُكَذِّبُ بِهَا ٱلۡمُجۡرِمُونَ
55-43 دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه
55:44↗
يَطُوفُونَ بَيۡنَهَا وَبَيۡنَ حَمِيمٍ ءَانٖ
55-44 دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي
55:45↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-45 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟
55:46↗
وَلِمَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ جَنَّتَانِ
55-46 او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي
55:47↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-47 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:48↗
ذَوَاتَآ أَفۡنَانٖ
55-48 (دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي
55:49↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-49 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ
55:50↗
فِيهِمَا عَيۡنَانِ تَجۡرِيَانِ
55-50 په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي
55:51↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-51 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ
55:52↗
فِيهِمَا مِن كُلِّ فَٰكِهَةٖ زَوۡجَانِ
55-52 په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي
55:53↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-53 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55:54↗
مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ فُرُشِۭ بَطَآئِنُهَا مِنۡ إِسۡتَبۡرَقٖۚ وَجَنَى ٱلۡجَنَّتَيۡنِ دَانٖ
55-54 په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي
55:55↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-55 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55:56↗
فِيهِنَّ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرۡفِ لَمۡ يَطۡمِثۡهُنَّ إِنسٞ قَبۡلَهُمۡ وَلَا جَآنّٞ
55-56 په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري
55:57↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-57 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55:58↗
كَأَنَّهُنَّ ٱلۡيَاقُوتُ وَٱلۡمَرۡجَانُ
55-58 ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي
55:59↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-59 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55:60↗
هَلۡ جَزَآءُ ٱلۡإِحۡسَٰنِ إِلَّا ٱلۡإِحۡسَٰنُ
55-60 د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول
55:61↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-61 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55:62↗
وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِ
55-62 او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي
55:63↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-63 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55:64↗
مُدۡهَآمَّتَانِ
55-64 تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه)
55:65↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-65 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
55:66↗
فِيهِمَا عَيۡنَانِ نَضَّاخَتَانِ
55-66 په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي
55:67↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-67نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ