د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت رحمن

❯

سورت رحمن · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 532

55:17↗
رَبُّ ٱلۡمَشۡرِقَيۡنِ وَرَبُّ ٱلۡمَغۡرِبَيۡنِ
55-17 (هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى
55:18↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-18 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:19↗
مَرَجَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ يَلۡتَقِيَانِ
55-19 هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي
55:20↗
بَيۡنَهُمَا بَرۡزَخٞ لَّا يَبۡغِيَانِ
55-20 د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي
55:21↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-21 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:22↗
يَخۡرُجُ مِنۡهُمَا ٱللُّؤۡلُؤُ وَٱلۡمَرۡجَانُ
55-22 له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي
55:23↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-23 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:24↗
وَلَهُ ٱلۡجَوَارِ ٱلۡمُنشَـَٔاتُ فِي ٱلۡبَحۡرِ كَٱلۡأَعۡلَٰمِ
55-24 او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه
55:25↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-25 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:26↗
كُلُّ مَنۡ عَلَيۡهَا فَانٖ
55-26 هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي
55:27↗
وَيَبۡقَىٰ وَجۡهُ رَبِّكَ ذُو ٱلۡجَلَٰلِ وَٱلۡإِكۡرَامِ
55-27 او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى
55:28↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-28 نو (اى انسانانو او پېریانو! ) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ ؟
55:29↗
يَسۡـَٔلُهُۥ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ كُلَّ يَوۡمٍ هُوَ فِي شَأۡنٖ
55-29 له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یوكار كې دى
55:30↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-30 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:31↗
سَنَفۡرُغُ لَكُمۡ أَيُّهَ ٱلثَّقَلَانِ
55-31 ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!)
55:32↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-32 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:33↗
يَٰمَعۡشَرَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِ إِنِ ٱسۡتَطَعۡتُمۡ أَن تَنفُذُواْ مِنۡ أَقۡطَارِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ فَٱنفُذُواْۚ لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلۡطَٰنٖ
55-33 اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره
55:34↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-34 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:35↗
يُرۡسَلُ عَلَيۡكُمَا شُوَاظٞ مِّن نَّارٖ وَنُحَاسٞ فَلَا تَنتَصِرَانِ
55-35 په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى
55:36↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-36 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟
55:37↗
فَإِذَا ٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتۡ وَرۡدَةٗ كَٱلدِّهَانِ
55-37 بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې
55:38↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-38 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
55:39↗
فَيَوۡمَئِذٖ لَّا يُسۡـَٔلُ عَن ذَنۢبِهِۦٓ إِنسٞ وَلَا جَآنّٞ
55-39 نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه
55:40↗
فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
55-40 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت