د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت ق · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 519
50:16↗
وَلَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ وَنَعۡلَمُ مَا تُوَسۡوِسُ بِهِۦ نَفۡسُهُۥۖ وَنَحۡنُ أَقۡرَبُ إِلَيۡهِ مِنۡ حَبۡلِ ٱلۡوَرِيدِ
50-16 او یقینًا یقینًا مونږه دا انسان پیدا كړى دى، په داسې حال كې چې مونږ په هغه څه پوهېږو چې د ده نفس په هغه سره وسوسه (او خطره) كوي او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو
50:17↗
إِذۡ يَتَلَقَّى ٱلۡمُتَلَقِّيَانِ عَنِ ٱلۡيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ قَعِيدٞ
50-17 (یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي
50:18↗
مَّا يَلۡفِظُ مِن قَوۡلٍ إِلَّا لَدَيۡهِ رَقِيبٌ عَتِيدٞ
50-18 (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى
50:19↗
وَجَآءَتۡ سَكۡرَةُ ٱلۡمَوۡتِ بِٱلۡحَقِّۖ ذَٰلِكَ مَا كُنتَ مِنۡهُ تَحِيدُ
50-19 او د مرګ بې خودۍ (سختۍ) حق راوړ، دغه (مرګ) هغه دى چې تا به له ده نه څنګ كاوه
50:20↗
وَنُفِخَ فِي ٱلصُّورِۚ ذَٰلِكَ يَوۡمُ ٱلۡوَعِيدِ
50-20 او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي دغه د وعید (وېرولو) ورځ ده
50:21↗
وَجَآءَتۡ كُلُّ نَفۡسٖ مَّعَهَا سَآئِقٞ وَشَهِيدٞ
50-21 او هر نفس به راځي، په داسې حال كې چې له ده سره به یو شړونكى او یوګواه وي
50:22↗
لَّقَدۡ كُنتَ فِي غَفۡلَةٖ مِّنۡ هَٰذَا فَكَشَفۡنَا عَنكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ ٱلۡيَوۡمَ حَدِيدٞ
50-22 یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى
50:23↗
وَقَالَ قَرِينُهُۥ هَٰذَا مَا لَدَيَّ عَتِيدٌ
50-23 او د ده ملګرى (مَلَك) به ووايي: دا دى هغه شى چې زما سره حاضر دى
50:24↗
أَلۡقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٖ
50-24 (دواړو ملايكو ته به وویل شي:) هر ډېر عناد كوونكى كافر په دوزخ كې وغورځوئ
50:25↗
مَّنَّاعٖ لِّلۡخَيۡرِ مُعۡتَدٖ مُّرِيبٍ
50-25 چې د خیر منع كوونكى، زیاتي كوونكى، (او) شك كوونكى دى
50:26↗
ٱلَّذِي جَعَلَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَأَلۡقِيَاهُ فِي ٱلۡعَذَابِ ٱلشَّدِيدِ
50-26 هغه چې له الله سره يې بل معبود مقرر كړى دى، نو تاسو دا په ډېر سخت عذاب كې وغورځوئ
50:27↗
۞ قَالَ قَرِينُهُۥ رَبَّنَا مَآ أَطۡغَيۡتُهُۥ وَلَٰكِن كَانَ فِي ضَلَٰلِۭ بَعِيدٖ
50-27 د ده ملګرى (شیطان) به ووايي: اى زمونږه ربه! دا ما نه دى ګمراه كړى او لېكن دا پخپله په ډېرې لرې ګمراهۍ كې و
50:28↗
قَالَ لَا تَخۡتَصِمُواْ لَدَيَّ وَقَدۡ قَدَّمۡتُ إِلَيۡكُم بِٱلۡوَعِيدِ
50-28 (الله به) ووايي: تاسو زما په وړاندې جګړه سره مه كوئ او یقینًا ما تاسو ته وعید (وېرول) مخكې درلېږلى و
50:29↗
مَا يُبَدَّلُ ٱلۡقَوۡلُ لَدَيَّ وَمَآ أَنَا۠ بِظَلَّٰمٖ لِّلۡعَبِيدِ
50-29 زما په نیز (په دې باره كې) خبره نشي بدلېدى او زه په بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم
50:30↗
يَوۡمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ ٱمۡتَلَأۡتِ وَتَقُولُ هَلۡ مِن مَّزِيدٖ
50-30 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به جهنم ته ووایو: ایا ته ډك شوې؟ او هغه به وايي: ایا نور هم زیاتي شته؟
50:31↗
وَأُزۡلِفَتِ ٱلۡجَنَّةُ لِلۡمُتَّقِينَ غَيۡرَ بَعِيدٍ
50-31 او پرهېزګارو ته به جنت ښه رانژدې كړى شي، چې لرې به نه وي
50:32↗
هَٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٖ
50-32 دا هغه دي چې له تاسو سره به يې وعده كولى شوه، د هر ډېر رجوع كوونكي، د (حدودو) ساتونكي لپاره
50:33↗
مَّنۡ خَشِيَ ٱلرَّحۡمَٰنَ بِٱلۡغَيۡبِ وَجَآءَ بِقَلۡبٖ مُّنِيبٍ
50-33 د هغه چا لپاره چې له رحمان نه په نالیدلو وېرېږي او په رجوع كوونكي زړه سره راشي
50:34↗
ٱدۡخُلُوهَا بِسَلَٰمٖۖ ذَٰلِكَ يَوۡمُ ٱلۡخُلُودِ
50-34 (دوى ته به وویل شي:) تاسو دغه (جنت) ته په سلامتۍ سره ننوځئ، دا د همېشه والي ورځ ده
50:35↗
لَهُم مَّا يَشَآءُونَ فِيهَا وَلَدَيۡنَا مَزِيدٞ
50-35 د دوى لپاره په دغه (جنت) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي او زمونږ سره نور زیات هم شته