د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت جاثیه · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 502
45:33↗
وَبَدَا لَهُمۡ سَيِّـَٔاتُ مَا عَمِلُواْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ
45-33 او دوى ته به د خپلو عملونو بدۍ ښكاره شي او دوى به ګېر كړي هغه (عذاب) چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
45:34↗
وَقِيلَ ٱلۡيَوۡمَ نَنسَىٰكُمۡ كَمَا نَسِيتُمۡ لِقَآءَ يَوۡمِكُمۡ هَٰذَا وَمَأۡوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّٰصِرِينَ
45-34 او وبه ویل شي نن ورځ مونږ تاسو هېروو، لكه چې تاسو د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
45:35↗
ذَٰلِكُم بِأَنَّكُمُ ٱتَّخَذۡتُمۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ هُزُوٗا وَغَرَّتۡكُمُ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَاۚ فَٱلۡيَوۡمَ لَا يُخۡرَجُونَ مِنۡهَا وَلَا هُمۡ يُسۡتَعۡتَبُونَ
45-35 دا په دې سبب چې یقینًا تاسو د الله ایتونه مسخره ګرځولي وو او تاسو دنيايي ژوند غره (دوكه) كړي وئ ، نو نن ورځ به له دغه (دوزخ) نه دوى نه ایستل كېږي او نه به له دوى نه د توبې كولو مطالبه كېږي
45:36↗
فَلِلَّهِ ٱلۡحَمۡدُ رَبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَرَبِّ ٱلۡأَرۡضِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
45-36 نو ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې د اسمانونو رب دى او د ځمكې رب دى، د عالمونو رب دى
45:37↗
وَلَهُ ٱلۡكِبۡرِيَآءُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ
45-37 او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى