د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت جاثیه · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 500
45:14↗
قُل لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ يَغۡفِرُواْ لِلَّذِينَ لَا يَرۡجُونَ أَيَّامَ ٱللَّهِ لِيَجۡزِيَ قَوۡمَۢا بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ
45-14 (اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي
45:15↗
مَنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا فَلِنَفۡسِهِۦۖ وَمَنۡ أَسَآءَ فَعَلَيۡهَاۖ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمۡ تُرۡجَعُونَ
45-15 هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ
45:16↗
وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحُكۡمَ وَٱلنُّبُوَّةَ وَرَزَقۡنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَفَضَّلۡنَٰهُمۡ عَلَى ٱلۡعَٰلَمِينَ
45-16 او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیلو ته كتاب او حكم او نبوت وركړى و او دوى ته مو پاكیزه څیزونه روزي كړي وو او مونږ دوى ته (د خپلې زمانې) په خلقو فضیلت وركړى و
45:17↗
وَءَاتَيۡنَٰهُم بَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡأَمۡرِۖ فَمَا ٱخۡتَلَفُوٓاْ إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلۡعِلۡمُ بَغۡيَۢا بَيۡنَهُمۡۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقۡضِي بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَ
45-17 او مونږه دوى ته (د دين) په كار كې ښكاره دلیلونه وركړي وو، نو دوى اختلاف ونه كړ مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، د خپل مینځي ضد (او حسد) په وجه، بېشكه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
45:18↗
ثُمَّ جَعَلۡنَٰكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٖ مِّنَ ٱلۡأَمۡرِ فَٱتَّبِعۡهَا وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَ ٱلَّذِينَ لَا يَعۡلَمُونَ
45-18 بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي
45:19↗
إِنَّهُمۡ لَن يُغۡنُواْ عَنكَ مِنَ ٱللَّهِ شَيۡـٔٗاۚ وَإِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۖ وَٱللَّهُ وَلِيُّ ٱلۡمُتَّقِينَ
45-19 بېشكه دوى به د الله په مقابله كې ستا هېڅ په كار رانشي او بېشكه ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى
45:20↗
هَٰذَا بَصَٰٓئِرُ لِلنَّاسِ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٞ لِّقَوۡمٖ يُوقِنُونَ
45-20 دا (قرآن) د خلقو لپاره ښكاره دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي
45:21↗
أَمۡ حَسِبَ ٱلَّذِينَ ٱجۡتَرَحُواْ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن نَّجۡعَلَهُمۡ كَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَوَآءٗ مَّحۡيَاهُمۡ وَمَمَاتُهُمۡۚ سَآءَ مَا يَحۡكُمُونَ
45-21 ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي
45:22↗
وَخَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّ وَلِتُجۡزَىٰ كُلُّ نَفۡسِۭ بِمَا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ
45-22 او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كولى شي