د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت زخرف

❯

سورت زخرف · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 490

43:11↗
وَٱلَّذِي نَزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءَۢ بِقَدَرٖ فَأَنشَرۡنَا بِهِۦ بَلۡدَةٗ مَّيۡتٗاۚ كَذَٰلِكَ تُخۡرَجُونَ
43-11 او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ
43:12↗
وَٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡأَزۡوَٰجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلۡفُلۡكِ وَٱلۡأَنۡعَٰمِ مَا تَرۡكَبُونَ
43-12 او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ
43:13↗
لِتَسۡتَوُۥاْ عَلَىٰ ظُهُورِهِۦ ثُمَّ تَذۡكُرُواْ نِعۡمَةَ رَبِّكُمۡ إِذَا ٱسۡتَوَيۡتُمۡ عَلَيۡهِ وَتَقُولُواْ سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَٰذَا وَمَا كُنَّا لَهُۥ مُقۡرِنِينَ
43-13 د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو
43:14↗
وَإِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ
43-14 او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو
43:15↗
وَجَعَلُواْ لَهُۥ مِنۡ عِبَادِهِۦ جُزۡءًاۚ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَكَفُورٞ مُّبِينٌ
43-15 او دوى د ده په بنده ګانو كې ځينو لره د ده برخه (او اولاد) وګرځول، بېشكه انسان خامخا ډېر ښكاره ناشكره دى
43:16↗
أَمِ ٱتَّخَذَ مِمَّا يَخۡلُقُ بَنَاتٖ وَأَصۡفَىٰكُم بِٱلۡبَنِينَ
43-16 ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ
43:17↗
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحۡمَٰنِ مَثَلٗا ظَلَّ وَجۡهُهُۥ مُسۡوَدّٗا وَهُوَ كَظِيمٌ
43-17 حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي
43:18↗
أَوَمَن يُنَشَّؤُاْ فِي ٱلۡحِلۡيَةِ وَهُوَ فِي ٱلۡخِصَامِ غَيۡرُ مُبِينٖ
43-18 او ایا (دوى د الله لپاره مقرروي) هغه چې په كالیو (زیوراتو) كې لویه ولى شي، حال دا چې په جګړه كې خبره واضحه كوونكي نه وي
43:19↗
وَجَعَلُواْ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ ٱلَّذِينَ هُمۡ عِبَٰدُ ٱلرَّحۡمَٰنِ إِنَٰثًاۚ أَشَهِدُواْ خَلۡقَهُمۡۚ سَتُكۡتَبُ شَهَٰدَتُهُمۡ وَيُسۡـَٔلُونَ
43-19 او دوى (مشركان) ملايكو لره هغه چې دوى د رحمٰن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو پیدا كولو ته حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي
43:20↗
وَقَالُواْ لَوۡ شَآءَ ٱلرَّحۡمَٰنُ مَا عَبَدۡنَٰهُمۗ مَّا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنۡ عِلۡمٍۖ إِنۡ هُمۡ إِلَّا يَخۡرُصُونَ
43-20 او دوى وايي: كه رحمٰن غوښتلي وى، (نو) مونږ به د دغو (باطلو معبودانو) عبادت نه وى كړى، دوى ته د دې (خبرې) هېڅ علم نشته، دوى يواځې اټكلونه چلوي
43:21↗
أَمۡ ءَاتَيۡنَٰهُمۡ كِتَٰبٗا مِّن قَبۡلِهِۦ فَهُم بِهِۦ مُسۡتَمۡسِكُونَ
43-21 ایا دوى ته مونږ له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب وركړى دى، پس دوى په هغه منګلولې ښخونكي دي
43:22↗
بَلۡ قَالُوٓاْ إِنَّا وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا عَلَىٰٓ أُمَّةٖ وَإِنَّا عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِم مُّهۡتَدُونَ
43-22 بلكې دوى وايي: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوې لارې (طريقې) باندې موندلي دي، او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو لاره موندونكي یو
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت