د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت فصلت

❯

سورت فصلت · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 482

41:47↗
۞ إِلَيۡهِ يُرَدُّ عِلۡمُ ٱلسَّاعَةِۚ وَمَا تَخۡرُجُ مِن ثَمَرَٰتٖ مِّنۡ أَكۡمَامِهَا وَمَا تَحۡمِلُ مِنۡ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلۡمِهِۦۚ وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ أَيۡنَ شُرَكَآءِي قَالُوٓاْ ءَاذَنَّٰكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٖ
41-47 خاص همده ته د قیامت علم ورسپارلى شي او هېڅ مېوې له خپلو غلافونو څخه نه راوځي او نه هېڅ یو ښځه حامله كېږي او نه (بچى) زېږوي مګر د دغه (الله) په علم سره او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (رب) اواز وكړي چې (ستاسو په عقیده) زما شریكان چېرته دي؟ دوى به ووايي: مونږ ته خبر كړې چې (اوس) پر مونږ كې هیڅوك (د دې خبرې) ګواهي كوونكى نشته
41:48↗
وَضَلَّ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَدۡعُونَ مِن قَبۡلُۖ وَظَنُّواْ مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٖ
41-48 او له دوى نه به هغه (معبودان) ورك شي چې له دې نه مخكې به دوى بلل او دوى به یقین وكړي چې د دوى لپاره د تېښتې هېڅ ځاى نشته
41:49↗
لَّا يَسۡـَٔمُ ٱلۡإِنسَٰنُ مِن دُعَآءِ ٱلۡخَيۡرِ وَإِن مَّسَّهُ ٱلشَّرُّ فَيَـُٔوسٞ قَنُوطٞ
41-49 انسان د خیر له غوښتلو نه نه ستړى كېږي او كه ده ته شر (او تكلیف) ورسېږي، نو ډېر ناهېلى، ډېر نا امېده وي
41:50↗
وَلَئِنۡ أَذَقۡنَٰهُ رَحۡمَةٗ مِّنَّا مِنۢ بَعۡدِ ضَرَّآءَ مَسَّتۡهُ لَيَقُولَنَّ هَٰذَا لِي وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةٗ وَلَئِن رُّجِعۡتُ إِلَىٰ رَبِّيٓ إِنَّ لِي عِندَهُۥ لَلۡحُسۡنَىٰۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِمَا عَمِلُواْ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنۡ عَذَابٍ غَلِيظٖ
41-50 او كه خامخا مونږ په ده له خپل جانب نه رحمت وڅكوو، له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى وي (،نو) خامخا لازمًا به وايي: دا زما (حق) دى او زه د قیامت په هكله ګمان نه كوم چې قايم به شي او خامخا كه زه خپل رب ته بېرته وګرځولى شم، (نو) بېشكه زما لپاره به د هغه په نېز خامخا تر ټولو ښه حالت (جنت) وي، نو مونږ به خامخا لازمًا كافران شوي كسان په خپلو عملونو خبر كړو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته له ډېر سخت عذاب ځنې وڅكوو
41:51↗
وَإِذَآ أَنۡعَمۡنَا عَلَى ٱلۡإِنسَٰنِ أَعۡرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ فَذُو دُعَآءٍ عَرِيضٖ
41-51 او كله چې مونږ په انسان باندې انعام وكړو (نو) دى (له حقه) مخ واړوي او خپل جانب (ځان) لرې كړي او كله چې ده ته سختي ورسېږي، نو بیا د ډېرې اوږدې دعا والا وي
41:52↗
قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِن كَانَ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِ ثُمَّ كَفَرۡتُم بِهِۦ مَنۡ أَضَلُّ مِمَّنۡ هُوَ فِي شِقَاقِۭ بَعِيدٖ
41-52 ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي
41:53↗
سَنُرِيهِمۡ ءَايَٰتِنَا فِي ٱلۡأٓفَاقِ وَفِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّۗ أَوَلَمۡ يَكۡفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ
41-53 ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى
41:54↗
أَلَآ إِنَّهُمۡ فِي مِرۡيَةٖ مِّن لِّقَآءِ رَبِّهِمۡۗ أَلَآ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَيۡءٖ مُّحِيطُۢ
41-54 خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت