د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت غافر · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 471
40:34↗
وَلَقَدۡ جَآءَكُمۡ يُوسُفُ مِن قَبۡلُ بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَمَا زِلۡتُمۡ فِي شَكّٖ مِّمَّا جَآءَكُم بِهِۦۖ حَتَّىٰٓ إِذَا هَلَكَ قُلۡتُمۡ لَن يَبۡعَثَ ٱللَّهُ مِنۢ بَعۡدِهِۦ رَسُولٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَنۡ هُوَ مُسۡرِفٞ مُّرۡتَابٌ
40-34 او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو ته هغه راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر هغه پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه چا لره چې هغه له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى
40:35↗
ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِيٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بِغَيۡرِ سُلۡطَٰنٍ أَتَىٰهُمۡۖ كَبُرَ مَقۡتًا عِندَ ٱللَّهِ وَعِندَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْۚ كَذَٰلِكَ يَطۡبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلۡبِ مُتَكَبِّرٖ جَبَّارٖ
40-35 هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر(جز د) زړه باندې مهر لګوي
40:36↗
وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ يَٰهَٰمَٰنُ ٱبۡنِ لِي صَرۡحٗا لَّعَلِّيٓ أَبۡلُغُ ٱلۡأَسۡبَٰبَ
40-36 او فرعون وویل: اى هامانه! ته زما لپاره یوه ډېره اوچته ماڼۍ جوړه كړه، ښايي چې زه لارو ته ورسېږم
40:37↗
أَسۡبَٰبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰٓ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُۥ كَٰذِبٗاۚ وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرۡعَوۡنَ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ وَصُدَّ عَنِ ٱلسَّبِيلِۚ وَمَا كَيۡدُ فِرۡعَوۡنَ إِلَّا فِي تَبَابٖ
40-37 داسمانونو لارو ته، بیا د موسٰى الله له بره وګورم او بېشكه زه یقینًا دا دروغجن ګڼم او همداسې فرعون ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى و، او له (حقې) لارې نه منع كړى شوى و او د فرعون چل (او مكر) نه و مګر په تباهۍ كې
40:38↗
وَقَالَ ٱلَّذِيٓ ءَامَنَ يَٰقَوۡمِ ٱتَّبِعُونِ أَهۡدِكُمۡ سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ
40-38 او هغه كس چې ایمان يې راوړى و، وویل: اى زما قومه ! تاسو زما پیروي وكړئ چې زه تاسو ته د هدایت لاره وښیم
40:39↗
يَٰقَوۡمِ إِنَّمَا هَٰذِهِ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا مَتَٰعٞ وَإِنَّ ٱلۡأٓخِرَةَ هِيَ دَارُ ٱلۡقَرَارِ
40-39 اى زما قومه ! بېشكه همدا خبره ده چې دغه دنيايي ژوند خو لږه فايده ده او یقینًا اخرت چې دى، هم هغه د قرار كور دى
40:40↗
مَنۡ عَمِلَ سَيِّئَةٗ فَلَا يُجۡزَىٰٓ إِلَّا مِثۡلَهَاۖ وَمَنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ يُرۡزَقُونَ فِيهَا بِغَيۡرِ حِسَابٖ
40-40 هر څوك چې بد كار وكړي، نو ده ته به بدله نه وركولى شي مګر په مثل د دغه (بد كار) او هر څوك چې نېك عمل وكړي، سړى وي، يا ښځه،په داسې حال كې چې مومن وي، نو دغه كسان به جنت ته داخلېږي، دوى ته به په دغه (جنت) كې بې حسابه رزق وركول كېږي