د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت غافر · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 470
40:26↗
وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ ذَرُونِيٓ أَقۡتُلۡ مُوسَىٰ وَلۡيَدۡعُ رَبَّهُۥٓۖ إِنِّيٓ أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمۡ أَوۡ أَن يُظۡهِرَ فِي ٱلۡأَرۡضِ ٱلۡفَسَادَ
40-26 او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه(دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خور كړي
40:27↗
وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِنِّي عُذۡتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٖ لَّا يُؤۡمِنُ بِيَوۡمِ ٱلۡحِسَابِ
40-27 او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري
40:28↗
وَقَالَ رَجُلٞ مُّؤۡمِنٞ مِّنۡ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ يَكۡتُمُ إِيمَٰنَهُۥٓ أَتَقۡتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ ٱللَّهُ وَقَدۡ جَآءَكُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ مِن رَّبِّكُمۡۖ وَإِن يَكُ كَٰذِبٗا فَعَلَيۡهِ كَذِبُهُۥۖ وَإِن يَكُ صَادِقٗا يُصِبۡكُم بَعۡضُ ٱلَّذِي يَعِدُكُمۡۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ مُسۡرِفٞ كَذَّابٞ
40-28 او په اٰل فرعون كې یو مومن سړي چې خپل ایمان يې پټ ساتلو، وویل: ایا تاسو یو سړى په دې وجه وژنئ چې هغه وايي: زما رب الله دى، حال دا چې یقینًا هغه تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیلونه هم راوړي دي او كه دى دروغجن وي، نو په همده باندې د خپلو دروغو ضرر دى او كه دى رښتینى وي(نو بیا خو به) تاسو ته د هغه(عذاب) ځینې برخه درورسېږي چې دا يې تاسو ته وعده دركوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه له حده تېرېدونكى، ډېر دروغجن وي
40:29↗
يَٰقَوۡمِ لَكُمُ ٱلۡمُلۡكُ ٱلۡيَوۡمَ ظَٰهِرِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِنۢ بَأۡسِ ٱللَّهِ إِن جَآءَنَاۚ قَالَ فِرۡعَوۡنُ مَآ أُرِيكُمۡ إِلَّا مَآ أَرَىٰ وَمَآ أَهۡدِيكُمۡ إِلَّا سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ
40-29 اى زما قومه! نن ورځ ستاسو بادشاهي ده، په داسې حال كې چې په ځمكه كې غالب يئ، نو مونږ به د الله له عذاب نه څوك بچ كوي كه هغه پر مونږ راشي؟ فرعون وویل: زه تاسو ته نه ښیم مګر هغه خبره چې زه يې وینم او زه تاسو ته ښودنه نه كوم مګر د سمې درستې لارې
40:30↗
وَقَالَ ٱلَّذِيٓ ءَامَنَ يَٰقَوۡمِ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُم مِّثۡلَ يَوۡمِ ٱلۡأَحۡزَابِ
40-30 او هغه كس وویل چې ایمان يې راوړى و: اى زما قومه! بېشكه زه په تاسو د (تېرو) ډلو د ورځې له مثل نه وېرېږم
40:31↗
مِثۡلَ دَأۡبِ قَوۡمِ نُوحٖ وَعَادٖ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡۚ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلۡمٗا لِّلۡعِبَادِ
40-31 د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي
40:32↗
وَيَٰقَوۡمِ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ يَوۡمَ ٱلتَّنَادِ
40-32 او اى زما قومه! زه په تاسو یو بل ته د چيغو وهلو له ورځې نه وېرېږم
40:33↗
يَوۡمَ تُوَلُّونَ مُدۡبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنۡ عَاصِمٖۗ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنۡ هَادٖ
40-33 هغه ورځ چې تاسو به وګرځئ شا اړوونكي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه وي. او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك هدایت وركوونكى نشته