د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت ص

❯

سورت ص · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 456

38:43↗
وَوَهَبۡنَا لَهُۥٓ أَهۡلَهُۥ وَمِثۡلَهُم مَّعَهُمۡ رَحۡمَةٗ مِّنَّا وَذِكۡرَىٰ لِأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ
38-43 او مونږ ده ته د ده اهل وركړ او له دوى سره د دوى په مثل (نور هم) له خپل جانب نه د رحمت له وجې او عقلمندو ته د نصیحت لپاره
38:44↗
وَخُذۡ بِيَدِكَ ضِغۡثٗا فَٱضۡرِب بِّهِۦ وَلَا تَحۡنَثۡۗ إِنَّا وَجَدۡنَٰهُ صَابِرٗاۚ نِّعۡمَ ٱلۡعَبۡدُ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٞ
38-44 او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و
38:45↗
وَٱذۡكُرۡ عِبَٰدَنَآ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ أُوْلِي ٱلۡأَيۡدِي وَٱلۡأَبۡصَٰرِ
38-45 او ته زمونږ بنده ګان ابراهیم، او اسحٰق او یعقوب یاد كړه چې د (عمل د) قوت او (حق ليدونكو) سترګو خاوندان وو
38:46↗
إِنَّآ أَخۡلَصۡنَٰهُم بِخَالِصَةٖ ذِكۡرَى ٱلدَّارِ
38-46 بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي
38:47↗
وَإِنَّهُمۡ عِندَنَا لَمِنَ ٱلۡمُصۡطَفَيۡنَ ٱلۡأَخۡيَارِ
38-47 او بېشكه دوى زمونږ، په نیز خامخا له غوره كړى شویو، بهترو خلقو ځنې دي
38:48↗
وَٱذۡكُرۡ إِسۡمَٰعِيلَ وَٱلۡيَسَعَ وَذَا ٱلۡكِفۡلِۖ وَكُلّٞ مِّنَ ٱلۡأَخۡيَارِ
38-48 او ته اسماعیل او الیسع او ذوالكفل یاد كړه، دغه هر یو د خیر او بهترۍ والا وو
38:49↗
هَٰذَا ذِكۡرٞۚ وَإِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ لَحُسۡنَ مَـَٔابٖ
38-49 دا پند دى، او بېشكه د متقیانو لپاره خامخا د ورتلو ښه ځاى دى
38:50↗
جَنَّٰتِ عَدۡنٖ مُّفَتَّحَةٗ لَّهُمُ ٱلۡأَبۡوَٰبُ
38-50 چې د همېشه استوګنې جنتونه دي، په داسې حال كې چې د دوى لپاره يې دروازې ښې پرانستې دي
38:51↗
مُتَّكِـِٔينَ فِيهَا يَدۡعُونَ فِيهَا بِفَٰكِهَةٖ كَثِيرَةٖ وَشَرَابٖ
38-51 په دغو كې به تكیه وهلي وي، په دغو (جنتونو) كې به دوى ډېرې مېوې او مشروب راغواړي
38:52↗
۞ وَعِندَهُمۡ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرۡفِ أَتۡرَابٌ
38-52 او له دوى سره به د نظر رامنع كوونكې همځولې ښځې وي
38:53↗
هَٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوۡمِ ٱلۡحِسَابِ
38-53 دا (ثواب او نعمتونه) هغه څه دي چې تاسو ته يې د حساب د ورځې لپاره وعده دركولى شي
38:54↗
إِنَّ هَٰذَا لَرِزۡقُنَا مَا لَهُۥ مِن نَّفَادٍ
38-54 بېشكه دا خامخا زمونږ داسې رزق دى، چې ده لره هېڅ خلاصېدل نشته
38:55↗
هَٰذَاۚ وَإِنَّ لِلطَّٰغِينَ لَشَرَّ مَـَٔابٖ
38-55 دغه (د مومنانو حال) دى او بېشكه د سركشانو لپاره خامخا د ورتلو ډېر بد ځاى دى
38:56↗
جَهَنَّمَ يَصۡلَوۡنَهَا فَبِئۡسَ ٱلۡمِهَادُ
38-56 چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي، نو هغه بده بستره ده
38:57↗
هَٰذَا فَلۡيَذُوقُوهُ حَمِيمٞ وَغَسَّاقٞ
38-57 دغه اېشېدلې اوبه او زوې دي، نو دوى دې دا وڅَكي
38:58↗
وَءَاخَرُ مِن شَكۡلِهِۦٓ أَزۡوَٰجٌ
38-58 او بل (عذاب) دى له دغه قسم نه، څو قسمه
38:59↗
هَٰذَا فَوۡجٞ مُّقۡتَحِمٞ مَّعَكُمۡ لَا مَرۡحَبَۢا بِهِمۡۚ إِنَّهُمۡ صَالُواْ ٱلنَّارِ
38-59 دغه یوه ډله ده چې له تاسو سره په ډېر تكلیف سره ننوتونكي دي، دوى ته دې هېڅ خوشالي نه وي، بېشكه دوى اور ته داخلېدونكي دي
38:60↗
قَالُواْ بَلۡ أَنتُمۡ لَا مَرۡحَبَۢا بِكُمۡۖ أَنتُمۡ قَدَّمۡتُمُوهُ لَنَاۖ فَبِئۡسَ ٱلۡقَرَارُ
38-60 هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى
38:61↗
قَالُواْ رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَٰذَا فَزِدۡهُ عَذَابٗا ضِعۡفٗا فِي ٱلنَّارِ
38-61 دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! چا چې مونږ ته دا راوړاندې كړى دى، نو ته هغه ته په اور كې عذاب دوه چنده ورزیات كړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت