د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت یس

❯

سورت یس · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 445

36:71↗
أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّا خَلَقۡنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَتۡ أَيۡدِينَآ أَنۡعَٰمٗا فَهُمۡ لَهَا مَٰلِكُونَ
36-71 ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ له هغو څیزونو نه چې زمونږ لاسونو جوړ كړي دي، دوى لپاره څاروي پیدا كړي دي، بیا دوى د هغو مالكان دي
36:72↗
وَذَلَّلۡنَٰهَا لَهُمۡ فَمِنۡهَا رَكُوبُهُمۡ وَمِنۡهَا يَأۡكُلُونَ
36-72 او مونږ دغه (څاروي) د دوى لپاره تابع كړي دي، نو په دغو كې ځینې د دوى سورلۍ دي او په دغو كې ځینې دوى خوري
36:73↗
وَلَهُمۡ فِيهَا مَنَٰفِعُ وَمَشَارِبُۚ أَفَلَا يَشۡكُرُونَ
36-73 او د دوى لپاره په دغو (څارویو) كې فايدې او مشروبونه دي، ایا نو دوى شكر نه وباسي؟
36:74↗
وَٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةٗ لَّعَلَّهُمۡ يُنصَرُونَ
36-74 او دوى له الله نه غیر نور معبودان ونیول، د دې لپاره چې دوى سره مدد وكړى شي
36:75↗
لَا يَسۡتَطِيعُونَ نَصۡرَهُمۡ وَهُمۡ لَهُمۡ جُندٞ مُّحۡضَرُونَ
36-75 دغه (معبودان) د دوى د مدد كولو طاقت نه لري، په داسې حال كې چې دوى (مشركان) به دغو (معبودانو) ته حاضر كړى شوى لښكر وي
36:76↗
فَلَا يَحۡزُنكَ قَوۡلُهُمۡۘ إِنَّا نَعۡلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعۡلِنُونَ
36-76 نو تا دې د دوى وینا غمژن نه كړي، بېشكه مونږ پوهېږو په هغه (حسد، كینه) چې دوى يې پټوي او په هغه (كفر، عناد) چې دوى يې څرګندوي
36:77↗
أَوَلَمۡ يَرَ ٱلۡإِنسَٰنُ أَنَّا خَلَقۡنَٰهُ مِن نُّطۡفَةٖ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٞ مُّبِينٞ
36-77 ایا انسان نه دي كتلي چې بېشكه مونږ دغه (انسان) له نطفې (یو څاڅكې اوبو) نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دى ښكاره سخت جګړه كوونكى دى
36:78↗
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلٗا وَنَسِيَ خَلۡقَهُۥۖ قَالَ مَن يُحۡيِ ٱلۡعِظَٰمَ وَهِيَ رَمِيمٞ
36-78 او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوك راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي
36:79↗
قُلۡ يُحۡيِيهَا ٱلَّذِيٓ أَنشَأَهَآ أَوَّلَ مَرَّةٖۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلۡقٍ عَلِيمٌ
36-79 ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى
36:80↗
ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلشَّجَرِ ٱلۡأَخۡضَرِ نَارٗا فَإِذَآ أَنتُم مِّنۡهُ تُوقِدُونَ
36-80 هغه ذات چې تاسو لپاره يې له شنې ونې نه اور پیدا كړى دى، نو ناڅاپه تاسو له دغې (شنې ونې) نه اور بلوئ
36:81↗
أَوَلَيۡسَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يَخۡلُقَ مِثۡلَهُمۚ بَلَىٰ وَهُوَ ٱلۡخَلَّٰقُ ٱلۡعَلِيمُ
36-81 ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى
36:82↗
إِنَّمَآ أَمۡرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيۡـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ
36-82 بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي
36:83↗
فَسُبۡحَٰنَ ٱلَّذِي بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيۡءٖ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ
36-83 نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت