د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت فاطر

❯

سورت فاطر · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 437

35:19↗
وَمَا يَسۡتَوِي ٱلۡأَعۡمَىٰ وَٱلۡبَصِيرُ
35-19 او ړوند اولیدونكى (بينا) سره برابرېدى نشي
35:20↗
وَلَا ٱلظُّلُمَٰتُ وَلَا ٱلنُّورُ
35-20 او نه هم تیارې او رڼا)
35:21↗
وَلَا ٱلظِّلُّ وَلَا ٱلۡحَرُورُ
35-21 او نه هم سېورى او ګرم باد (یا تېز لمر)
35:22↗
وَمَا يَسۡتَوِي ٱلۡأَحۡيَآءُ وَلَا ٱلۡأَمۡوَٰتُۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُسۡمِعُ مَن يَشَآءُۖ وَمَآ أَنتَ بِمُسۡمِعٖ مَّن فِي ٱلۡقُبُورِ
35-22 او نه هم ژوندي او مړي، بېشكه الله اوروي هغه چا ته چې يې وغواړي او ته نشې اورولى هغه چا ته چې په قبرونو كې دي
35:23↗
إِنۡ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ
35-23 نه يې ته مګر وېروونكى
35:24↗
إِنَّآ أَرۡسَلۡنَٰكَ بِٱلۡحَقِّ بَشِيرٗا وَنَذِيرٗاۚ وَإِن مِّنۡ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٞ
35-24 بېشكه مونږ ته په حق (دین) سره لېږلى يې چې زېرى وركوونكى او وېروونكى يې او نه و هېڅ یو امت مګر په هغه كې یو وېروونكى تېر شوى دى
35:25↗
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدۡ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ وَبِٱلزُّبُرِ وَبِٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُنِيرِ
35-25 او كه چېرې دوى تا دروغجن وبولي، نو یقینًا (خپل انبیاء) دروغجن بللي وو هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، دوى ته د دوى رسولان په ښكاره دلیلونو سره، او په صحیفو سره او په روښانه رڼا كوونكي كتاب سره راغلي وو
35:26↗
ثُمَّ أَخَذۡتُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۖ فَكَيۡفَ كَانَ نَكِيرِ
35-26 بیا ما هغه كسان ونیول چې كافران شول، نو زما انكار څرنګه و؟
35:27↗
أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجۡنَا بِهِۦ ثَمَرَٰتٖ مُّخۡتَلِفًا أَلۡوَٰنُهَاۚ وَمِنَ ٱلۡجِبَالِ جُدَدُۢ بِيضٞ وَحُمۡرٞ مُّخۡتَلِفٌ أَلۡوَٰنُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٞ
35-27 ایا تا نه دي ليدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغو سره داسې مېوې راوېستلې دي چې د هغو رنګونه مختلف دي او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې لارې دي، چې د دغو (لارو) رنګونه سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي
35:28↗
وَمِنَ ٱلنَّاسِ وَٱلدَّوَآبِّ وَٱلۡأَنۡعَٰمِ مُخۡتَلِفٌ أَلۡوَٰنُهُۥ كَذَٰلِكَۗ إِنَّمَا يَخۡشَى ٱللَّهَ مِنۡ عِبَادِهِ ٱلۡعُلَمَٰٓؤُاْۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ
35-28 او له خلقو او زنده سرو او څارویو څخه (داسې قسم دى چې) د دغو رنګونه سره مختلف دي هم داسې، بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يواځې عالمان وېږېږي، بېشكه الله ښه غالب، ډېر بخښونكى دى
35:29↗
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَتۡلُونَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ سِرّٗا وَعَلَانِيَةٗ يَرۡجُونَ تِجَٰرَةٗ لَّن تَبُورَ
35-29 بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي
35:30↗
لِيُوَفِّيَهُمۡ أُجُورَهُمۡ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضۡلِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ غَفُورٞ شَكُورٞ
35-30 د دې لپاره چې (الله) دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او دوى ته له خپله فضله زیات وركړي، بېشكه چې دغه (الله) ډېر بخښونكى، ښه قدردان دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت