د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مؤمنون · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 347
23:75↗
۞ وَلَوۡ رَحِمۡنَٰهُمۡ وَكَشَفۡنَا مَا بِهِم مِّن ضُرّٖ لَّلَجُّواْ فِي طُغۡيَٰنِهِمۡ يَعۡمَهُونَ
23-75 او كه مونږ په دوى مهرباني كړې وى او هغه تكلیف مو لرې كړى وى چې په دوى دى (، نو) خامخا به دوى په خپله سركشۍ كې راټینګ شوي وو، په دې حال كې چې سرګردان به وو
23:76↗
وَلَقَدۡ أَخَذۡنَٰهُم بِٱلۡعَذَابِ فَمَا ٱسۡتَكَانُواْ لِرَبِّهِمۡ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ
23-76 او یقینًا یقینًا مونږ دوى په عذاب سره ونیول، نو (بیا هم) دوى نه خپل رب ته غاړه كېښوده او نه يې تضرع او زاري وكړه
23:77↗
حَتَّىٰٓ إِذَا فَتَحۡنَا عَلَيۡهِم بَابٗا ذَا عَذَابٖ شَدِيدٍ إِذَا هُمۡ فِيهِ مُبۡلِسُونَ
23-77 تر دې چې كله مونږ په دوى باندې د ډېر سخت عذاب والا دروازه پرانستله ناڅاپه دوى په هغه كې نا امېده وو
23:78↗
وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنشَأَ لَكُمُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَٱلۡأَفۡـِٔدَةَۚ قَلِيلٗا مَّا تَشۡكُرُونَ
23-78 او دغه (الله) هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، تاسو ډېر لږ شكر وباسئ
23:79↗
وَهُوَ ٱلَّذِي ذَرَأَكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَإِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ
23-79 او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ
23:80↗
وَهُوَ ٱلَّذِي يُحۡيِۦ وَيُمِيتُ وَلَهُ ٱخۡتِلَٰفُ ٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ
23-80 او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!
23:81↗
بَلۡ قَالُواْ مِثۡلَ مَا قَالَ ٱلۡأَوَّلُونَ
23-81 بلكې وايي دوى په شان د هغې وینا چې پخوانیو (كافرو) ویلې وه
23:82↗
قَالُوٓاْ أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ
23-82 هغوى ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، ایا مونږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو
23:83↗
لَقَدۡ وُعِدۡنَا نَحۡنُ وَءَابَآؤُنَا هَٰذَا مِن قَبۡلُ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ
23-83 (بلكې نه كېږو ځكه چې) یقینًا یقینًا مونږ ته او زمونږ پلرونو ته دا وعده له دې نه مخكې (هم) راكړى شوې وه، نه دي دا خبرې مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي
23:84↗
قُل لِّمَنِ ٱلۡأَرۡضُ وَمَن فِيهَآ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ
23-84 ته (دوى ته) ووایه: دا ځمكه او څوك چې په دې كې دي، د چا دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ
23:85↗
سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
23-85 دوى به یقینًا ووايي: خاص د الله لپاره دي، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ!
23:86↗
قُلۡ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ ٱلسَّبۡعِ وَرَبُّ ٱلۡعَرۡشِ ٱلۡعَظِيمِ
23-86 ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟
23:87↗
سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ أَفَلَا تَتَّقُونَ
23-87 دوى به ضرور ووايي: د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
23:88↗
قُلۡ مَنۢ بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيۡءٖ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيۡهِ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ
23-88 ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ
23:89↗
سَيَقُولُونَ لِلَّهِۚ قُلۡ فَأَنَّىٰ تُسۡحَرُونَ
23-89 خامخا به دوى ووايي: خاص د الله لپاره دي. ته (ورته) ووایه: نو څنګه په تاسو جادو كولى شي؟