د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت مؤمنون

❯

سورت مؤمنون · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 344

23:28↗
فَإِذَا ٱسۡتَوَيۡتَ أَنتَ وَمَن مَّعَكَ عَلَى ٱلۡفُلۡكِ فَقُلِ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي نَجَّىٰنَا مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
23-28 نو كله چې وختلې ته او هغه څوك چې له تا سره دي په بېړۍ كې، نو ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د هغه الله لپاره دي چې مونږ يې له ظالم قوم نه خلاص كړو
23:29↗
وَقُل رَّبِّ أَنزِلۡنِي مُنزَلٗا مُّبَارَكٗا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلۡمُنزِلِينَ
23-29 او (د كوزېدو په وخت كې) ووایه: اى زما ربه! ته ما په یو مبارك منزل (ځاى) كې كوز كړه او ته تر ټولو كوزوونكو څخه ډېر غوره يې
23:30↗
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ وَإِن كُنَّا لَمُبۡتَلِينَ
23-30 بېشكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بېشكه مونږ خامخا ازمېښت كوونكي یو
23:31↗
ثُمَّ أَنشَأۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِمۡ قَرۡنًا ءَاخَرِينَ
23-31 بیا مونږه له دوى نه وروسته نور خلق پیدا كړل
23:32↗
فَأَرۡسَلۡنَا فِيهِمۡ رَسُولٗا مِّنۡهُمۡ أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ
23-32 نو مونږ په هغو كې له همدوى ځنې یو رسول ولېږه چې تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
23:33↗
وَقَالَ ٱلۡمَلَأُ مِن قَوۡمِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِلِقَآءِ ٱلۡأٓخِرَةِ وَأَتۡرَفۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا مَا هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ يَأۡكُلُ مِمَّا تَأۡكُلُونَ مِنۡهُ وَيَشۡرَبُ مِمَّا تَشۡرَبُونَ
23-33 او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ
23:34↗
وَلَئِنۡ أَطَعۡتُم بَشَرٗا مِّثۡلَكُمۡ إِنَّكُمۡ إِذٗا لَّخَٰسِرُونَ
23-34 او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ
23:35↗
أَيَعِدُكُمۡ أَنَّكُمۡ إِذَا مِتُّمۡ وَكُنتُمۡ تُرَابٗا وَعِظَٰمًا أَنَّكُم مُّخۡرَجُونَ
23-35 ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (،نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟
23:36↗
۞ هَيۡهَاتَ هَيۡهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ
23-36 (له عقله) ډېر لرې دى، ډېر لرې دى هغه څیز چې له تاسو سره يې وعده كولى شي
23:37↗
إِنۡ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنۡيَا نَمُوتُ وَنَحۡيَا وَمَا نَحۡنُ بِمَبۡعُوثِينَ
23-37 نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو
23:38↗
إِنۡ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبٗا وَمَا نَحۡنُ لَهُۥ بِمُؤۡمِنِينَ
23-38 دى نه دى مګر (یو داسې) سړى چې په الله باندې يې دروغ ورتپلي دي او مونږ په ده باندې بېخي ایمان راوړونكي نه يو
23:39↗
قَالَ رَبِّ ٱنصُرۡنِي بِمَا كَذَّبُونِ
23-39 هغه (نبي) وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زه دروغجن وګڼلم
23:40↗
قَالَ عَمَّا قَلِيلٖ لَّيُصۡبِحُنَّ نَٰدِمِينَ
23-40 (الله) وویل: له ډېر لږ وخت نه پس به دوى خامخا لازمًا پښېمانه شي
23:41↗
فَأَخَذَتۡهُمُ ٱلصَّيۡحَةُ بِٱلۡحَقِّ فَجَعَلۡنَٰهُمۡ غُثَآءٗۚ فَبُعۡدٗا لِّلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
23-41 نو دوى یوې چغې په حقه سره ونیول، بیا نو مونږه دوى د سیلاب خس وخشاك كړل، نو د ظالم قوم لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى
23:42↗
ثُمَّ أَنشَأۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِمۡ قُرُونًا ءَاخَرِينَ
23-42 بیا مونږ له دوى نه بعد نور قومونه (خلق) پیدا كړل
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت