د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت حج

❯

سورت حج · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 340

22:65↗
أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَٱلۡفُلۡكَ تَجۡرِي فِي ٱلۡبَحۡرِ بِأَمۡرِهِۦ وَيُمۡسِكُ ٱلسَّمَآءَ أَن تَقَعَ عَلَى ٱلۡأَرۡضِ إِلَّا بِإِذۡنِهِۦٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٞ رَّحِيمٞ
22-65 ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله تاسو لپاره تابع كړي دي هر هغه چې په ځمكه كې دي او بېړۍ چې په بحر كې د هغه په امر ګرځي او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى
22:66↗
وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَحۡيَاكُمۡ ثُمَّ يُمِيتُكُمۡ ثُمَّ يُحۡيِيكُمۡۗ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَكَفُورٞ
22-66 او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى
22:67↗
لِّكُلِّ أُمَّةٖ جَعَلۡنَا مَنسَكًا هُمۡ نَاسِكُوهُۖ فَلَا يُنَٰزِعُنَّكَ فِي ٱلۡأَمۡرِۚ وَٱدۡعُ إِلَىٰ رَبِّكَۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدٗى مُّسۡتَقِيمٖ
22-67 د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې
22:68↗
وَإِن جَٰدَلُوكَ فَقُلِ ٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا تَعۡمَلُونَ
22-68 او كه دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته وایه: الله پوه دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ
22:69↗
ٱللَّهُ يَحۡكُمُ بَيۡنَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فِيمَا كُنتُمۡ فِيهِ تَخۡتَلِفُونَ
22-69 الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه
22:70↗
أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۚ إِنَّ ذَٰلِكَ فِي كِتَٰبٍۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ
22-70 ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي
22:71↗
وَيَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَمۡ يُنَزِّلۡ بِهِۦ سُلۡطَٰنٗا وَمَا لَيۡسَ لَهُم بِهِۦ عِلۡمٞۗ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٖ
22-71 او دوى (كفار) له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوي چې الله په (عبادت د) هغه هېڅ دلیل نه دى نازل كړى او د هغه شي چې دوى ته په هغه باندې هېڅ علم نشته، او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته
22:72↗
وَإِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٖ تَعۡرِفُ فِي وُجُوهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلۡمُنكَرَۖ يَكَادُونَ يَسۡطُونَ بِٱلَّذِينَ يَتۡلُونَ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِنَاۗ قُلۡ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرّٖ مِّن ذَٰلِكُمُۚ ٱلنَّارُ وَعَدَهَا ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ
22-72 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي، چې ډېر واضح دي، (نو) ته د كافران شویو كسانو په مخونو انكار پېژنې، نژدې وي چې دوى په هغو كسانو حمله وكړي چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كوي، ته (دوى ته) ووایه: ایا نو زه تاسو ته له دغه نه د ډېر بد شي خبر دركړم (هغه) اور دى، الله د ده وعده كړې ده له هغو كسانو سره چې كافران شوي دي او هغه د بېرته ورتلو بد ځاى دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۰