د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت طه

❯

سورت طه · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 317

20:77↗
وَلَقَدۡ أَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَسۡرِ بِعِبَادِي فَٱضۡرِبۡ لَهُمۡ طَرِيقٗا فِي ٱلۡبَحۡرِ يَبَسٗا لَّا تَخَٰفُ دَرَكٗا وَلَا تَخۡشَىٰ
20-77 او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه)
20:78↗
فَأَتۡبَعَهُمۡ فِرۡعَوۡنُ بِجُنُودِهِۦ فَغَشِيَهُم مِّنَ ٱلۡيَمِّ مَا غَشِيَهُمۡ
20-78 نو فرعون سره له خپلو لښكرو په دوى پسې راغى، نو دوى لره له سمندر نه هغه شي لاندې كړل چې دوى يې لاندې كړل
20:79↗
وَأَضَلَّ فِرۡعَوۡنُ قَوۡمَهُۥ وَمَا هَدَىٰ
20-79 او فرعون خپل قوم لره ګمراه كړ او نېغه لار يې ور ونه ښودله
20:80↗
يَٰبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ قَدۡ أَنجَيۡنَٰكُم مِّنۡ عَدُوِّكُمۡ وَوَٰعَدۡنَٰكُمۡ جَانِبَ ٱلطُّورِ ٱلۡأَيۡمَنَ وَنَزَّلۡنَا عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَنَّ وَٱلسَّلۡوَىٰ
20-80 اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل
20:81↗
كُلُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقۡنَٰكُمۡ وَلَا تَطۡغَوۡاْ فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيۡكُمۡ غَضَبِيۖ وَمَن يَحۡلِلۡ عَلَيۡهِ غَضَبِي فَقَدۡ هَوَىٰ
20-81 تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك چې په هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه)
20:82↗
وَإِنِّي لَغَفَّارٞ لِّمَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا ثُمَّ ٱهۡتَدَىٰ
20-82 او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي
20:83↗
۞ وَمَآ أَعۡجَلَكَ عَن قَوۡمِكَ يَٰمُوسَىٰ
20-83 او ته څه شي راګړندى كړې له خپل قوم نه اى موسٰی!
20:84↗
قَالَ هُمۡ أُوْلَآءِ عَلَىٰٓ أَثَرِي وَعَجِلۡتُ إِلَيۡكَ رَبِّ لِتَرۡضَىٰ
20-84 ده وویل: دوى دغه دي په ما پسې راروان دي او زه تا ته جلت راغلم اى زما ربه! د دې لپاره چې ته راضي شې
20:85↗
قَالَ فَإِنَّا قَدۡ فَتَنَّا قَوۡمَكَ مِنۢ بَعۡدِكَ وَأَضَلَّهُمُ ٱلسَّامِرِيُّ
20-85 (الله) وویل: نو بېشكه مونږ ستا قوم له تا نه وروسته وازمایه او سامري دوى ګمراه كړل
20:86↗
فَرَجَعَ مُوسَىٰٓ إِلَىٰ قَوۡمِهِۦ غَضۡبَٰنَ أَسِفٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ أَلَمۡ يَعِدۡكُمۡ رَبُّكُمۡ وَعۡدًا حَسَنًاۚ أَفَطَالَ عَلَيۡكُمُ ٱلۡعَهۡدُ أَمۡ أَرَدتُّمۡ أَن يَحِلَّ عَلَيۡكُمۡ غَضَبٞ مِّن رَّبِّكُمۡ فَأَخۡلَفۡتُم مَّوۡعِدِي
20-86 نو موسٰی خپل قوم ته راواپس شو، چې ډېر په غصه او غمجن و، ويې ويل:اى زما قومه! ایا تاسو سره ستاسو رب ډېره ښه وعده نه وه كړې، ایا نو په تاسو زمانه ډېره اوږده شوه، یا كه تاسو اراده كړې وه چې په تاسو باندې د خپل رب غضب راكوز شي، نو تاسو زما د وعدې خلاف ورزي وكړه
20:87↗
قَالُواْ مَآ أَخۡلَفۡنَا مَوۡعِدَكَ بِمَلۡكِنَا وَلَٰكِنَّا حُمِّلۡنَآ أَوۡزَارٗا مِّن زِينَةِ ٱلۡقَوۡمِ فَقَذَفۡنَٰهَا فَكَذَٰلِكَ أَلۡقَى ٱلسَّامِرِيُّ
20-87 دوى وویل: مونږ ستا د وعدې مخالفت په خپل اختیار سره نه دى كړى، او لېكن پر مونږ باندې د (قبطیانو د) قوم د ښكلا زیورات بار كړى شوي وو، نو مونږ هغه وغورځول، نو همداسې سامري هغه (په اور كې) وغورځول
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت