د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت نحل

❯

سورت نحل · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 269

16:15↗
وَأَلۡقَىٰ فِي ٱلۡأَرۡضِ رَوَٰسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمۡ وَأَنۡهَٰرٗا وَسُبُلٗا لَّعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ
16-15 او هغهٔ په ځمكه كې پاخه غرونه غورځولي دي چې پر تاسو باندې ونه ښورېږي او (پیدا كړي يې دي) ولې (نهرونه) او لارې، د دې لپاره چې تاسو لار ومومئ
16:16↗
وَعَلَٰمَٰتٖۚ وَبِٱلنَّجۡمِ هُمۡ يَهۡتَدُونَ
16-16 او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي
16:17↗
أَفَمَن يَخۡلُقُ كَمَن لَّا يَخۡلُقُۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
16-17 ایا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ!
16:18↗
وَإِن تَعُدُّواْ نِعۡمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٞ رَّحِيمٞ
16-18 او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
16:19↗
وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعۡلِنُونَ
16-19 او الله ته معلوم دي هغه څه چې تاسو يې پټوئ او هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ
16:20↗
وَٱلَّذِينَ يَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَخۡلُقُونَ شَيۡـٔٗا وَهُمۡ يُخۡلَقُونَ
16-20 او هغه كسان چې دوى يې له الله نه غیر بلي، هغوى هېڅ شى نشي پیدا كولى، په دې حال كې چې دوى پخپله پیداكاوه شي
16:21↗
أَمۡوَٰتٌ غَيۡرُ أَحۡيَآءٖۖ وَمَا يَشۡعُرُونَ أَيَّانَ يُبۡعَثُونَ
16-21 مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي
16:22↗
إِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۚ فَٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٞ وَهُم مُّسۡتَكۡبِرُونَ
16-22 ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې پر اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه مُنكِر دي او دوى تكبر كوونكي دي
16:23↗
لَا جَرَمَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعۡلِنُونَۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُسۡتَكۡبِرِينَ
16-23 حقیقت دا دى چې بېشكه الله پوهېږي پر هغه څه چې دوى يې پټوي او پر هغه څه چې دوى يې څرګندوي، بېشكه هغه (الله) تكبر كوونكي نه خوښوي
16:24↗
وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَآ أَنزَلَ رَبُّكُمۡ قَالُوٓاْ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ
16-24 او كله چې دوى ته وویل شي: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ دوى وايي: د پخوانیو (خلقو) باطلې افسانې
16:25↗
لِيَحۡمِلُوٓاْ أَوۡزَارَهُمۡ كَامِلَةٗ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَمِنۡ أَوۡزَارِ ٱلَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيۡرِ عِلۡمٍۗ أَلَا سَآءَ مَا يَزِرُونَ
16-25 د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم پورته كړي) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي
16:26↗
قَدۡ مَكَرَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ فَأَتَى ٱللَّهُ بُنۡيَٰنَهُم مِّنَ ٱلۡقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيۡهِمُ ٱلسَّقۡفُ مِن فَوۡقِهِمۡ وَأَتَىٰهُمُ ٱلۡعَذَابُ مِنۡ حَيۡثُ لَا يَشۡعُرُونَ
16-26 یقینًا له دوى نه مخكې خلقو مكر كړى و، نو الله د دوى عمارتونه له بنیادونو نه ونړول، نو په دوى باندې د دوى له پاسه چتونه راپرېوتل او دوى ته عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى يې شعور (او ګمان) هم نه لاره
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت