د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت حجر

❯

سورت حجر · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 265

15:52↗
إِذۡ دَخَلُواْ عَلَيۡهِ فَقَالُواْ سَلَٰمٗا قَالَ إِنَّا مِنكُمۡ وَجِلُونَ
15-52 كله چې هغوى پر هغه ورننوتل، نو هغوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو
15:53↗
قَالُواْ لَا تَوۡجَلۡ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَٰمٍ عَلِيمٖ
15-53 هغوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ تا ته د ډېر پوه هلك زېرى دركوو
15:54↗
قَالَ أَبَشَّرۡتُمُونِي عَلَىٰٓ أَن مَّسَّنِيَ ٱلۡكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ
15-54 هغه وویل: ایا تاسو ما ته زېرى راكړ، سره له دې چې ما ته زوړوالى (بوډاوالى) را رسېدلى دى، نو تاسو په كومه وجه زېرى راكوئ؟
15:55↗
قَالُواْ بَشَّرۡنَٰكَ بِٱلۡحَقِّ فَلَا تَكُن مِّنَ ٱلۡقَٰنِطِينَ
15-55 هغوى وویل: مونږ تا ته په حقه سره زېرى دركړى دى، نو ته له ناامېدانو نه مه كېږه
15:56↗
قَالَ وَمَن يَقۡنَطُ مِن رَّحۡمَةِ رَبِّهِۦٓ إِلَّا ٱلضَّآلُّونَ
15-56 هغه وویل: له ګمراهانو نه غیر (بل) څوك دى چې د خپل رب له رحمت نه به ناامېده كېږي!
15:57↗
قَالَ فَمَا خَطۡبُكُمۡ أَيُّهَا ٱلۡمُرۡسَلُونَ
15-57 هغه وویل: نو ستاسو (نور) څه مقصد دى، اى رالېږل شویو؟
15:58↗
قَالُوٓاْ إِنَّآ أُرۡسِلۡنَآ إِلَىٰ قَوۡمٖ مُّجۡرِمِينَ
15-58 هغوى وویل: یقینًا مونږ د مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو
15:59↗
إِلَّآ ءَالَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمۡ أَجۡمَعِينَ
15-59 غیر له آلِ لوط نه، بېشكه مونږ خامخا هغوى ټولو ته نجات وركوونكي یو
15:60↗
إِلَّا ٱمۡرَأَتَهُۥ قَدَّرۡنَآ إِنَّهَا لَمِنَ ٱلۡغَٰبِرِينَ
15-60 (خو) د هغه له ښځې نه غير، مونږ دا فیصله كړې ده چې یقینًا هغه به لازمًا له وروسته پاتې كېدونكو څخه وي
15:61↗
فَلَمَّا جَآءَ ءَالَ لُوطٍ ٱلۡمُرۡسَلُونَ
15-61 نو كله چې د لوط آل ته رالېږل شوي (ملايك) راغلل
15:62↗
قَالَ إِنَّكُمۡ قَوۡمٞ مُّنكَرُونَ
15-62 هغه وویل: بېشكه تاسو یو ناپېژندګلو خلق یئ
15:63↗
قَالُواْ بَلۡ جِئۡنَٰكَ بِمَا كَانُواْ فِيهِ يَمۡتَرُونَ
15-63 هغوى وویل: بلكې مونږ تا ته هغه (عذاب) راوړى دى چې دوى به په هغه كې شك كاوه
15:64↗
وَأَتَيۡنَٰكَ بِٱلۡحَقِّ وَإِنَّا لَصَٰدِقُونَ
15-64 او مونږ تا ته حق راوړى دى او بېشكه مونږ یقینًا رښتيني یو
15:65↗
فَأَسۡرِ بِأَهۡلِكَ بِقِطۡعٖ مِّنَ ٱلَّيۡلِ وَٱتَّبِعۡ أَدۡبَٰرَهُمۡ وَلَا يَلۡتَفِتۡ مِنكُمۡ أَحَدٞ وَٱمۡضُواْ حَيۡثُ تُؤۡمَرُونَ
15-65 نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او ته د دوى شا ته ورپسې ځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته نه ګوري او ځئ هغه ځاى ته چې تاسو ته يې حكم كېږي
15:66↗
وَقَضَيۡنَآ إِلَيۡهِ ذَٰلِكَ ٱلۡأَمۡرَ أَنَّ دَابِرَ هَٰٓؤُلَآءِ مَقۡطُوعٞ مُّصۡبِحِينَ
15-66 او مونږ هغه ته د دې كار فیصله وحي كړه چې یقینًا د دې خلقو بېخ پرې كېدونكى دى، په دې حال كې چې دوى به په سبا كې داخلېدونكي وي
15:67↗
وَجَآءَ أَهۡلُ ٱلۡمَدِينَةِ يَسۡتَبۡشِرُونَ
15-67 او د ښار اوسېدونكي راغلل چې ډېره خوشحالي يې كوله
15:68↗
قَالَ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ ضَيۡفِي فَلَا تَفۡضَحُونِ
15-68 وویل (لوط): بېشكه دا زما مېلمانه دي، نو تاسو ما مه شرموئ
15:69↗
وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَلَا تُخۡزُونِ
15-69 او له الله نه ووېرېږئ او ما مه سپكوئ
15:70↗
قَالُوٓاْ أَوَلَمۡ نَنۡهَكَ عَنِ ٱلۡعَٰلَمِينَ
15-70 هغوى وویل: ایا ته مونږ خلقو (ته له پناه وركولو) نه نه وې منع كړى؟
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت