د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت هود

❯

سورت هود · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 222

11:6↗
۞ وَمَا مِن دَآبَّةٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ رِزۡقُهَا وَيَعۡلَمُ مُسۡتَقَرَّهَا وَمُسۡتَوۡدَعَهَاۚ كُلّٞ فِي كِتَٰبٖ مُّبِينٖ
11-6 او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغهٔ د اوسېدلو ځاى او د هغهٔ د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي
11:7↗
وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ وَكَانَ عَرۡشُهُۥ عَلَى ٱلۡمَآءِ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۗ وَلَئِن قُلۡتَ إِنَّكُم مَّبۡعُوثُونَ مِنۢ بَعۡدِ ٱلۡمَوۡتِ لَيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٞ
11-7 او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى او یقینًا كه ته (دې خلقو) ووايې چې بېشكه تاسو به له مرګ نه پس ژوندي كولى شئ (نو) هغه كسان به چې كافران شوي دي هرومرو لازمًا ووايي: نه دى دا مګر ښكاره جادو (باطل)
11:8↗
وَلَئِنۡ أَخَّرۡنَا عَنۡهُمُ ٱلۡعَذَابَ إِلَىٰٓ أُمَّةٖ مَّعۡدُودَةٖ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحۡبِسُهُۥٓۗ أَلَا يَوۡمَ يَأۡتِيهِمۡ لَيۡسَ مَصۡرُوفًا عَنۡهُمۡ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ
11-8 او یقینًا كه چېرې مونږ له دوى نه عذاب تر یو شمېرل شوې مودې پورې وروسته كړو (،نو) دوى به ارومرو لازمًا وايي: څه شى دغه (عذاب) ایساروي؟ خبردار شئ! په هغې ورځ كې چې دوى ته هغه (عذاب) راشي (،نو) هغه به له دوى څخه ګرځولى نشي او له دوى نه به هغه څه چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
11:9↗
وَلَئِنۡ أَذَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ مِنَّا رَحۡمَةٗ ثُمَّ نَزَعۡنَٰهَا مِنۡهُ إِنَّهُۥ لَيَـُٔوسٞ كَفُورٞ
11-9 او یقینًا كه چېرې مونږ پر انسان له خپل جانبه رحمت وڅكو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (ترې محروم يې كړو، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره شي
11:10↗
وَلَئِنۡ أَذَقۡنَٰهُ نَعۡمَآءَ بَعۡدَ ضَرَّآءَ مَسَّتۡهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ ٱلسَّيِّـَٔاتُ عَنِّيٓۚ إِنَّهُۥ لَفَرِحٞ فَخُورٌ
11-10 او یقینًا كه چېرې مونږ په ده باندې نعمت وڅكو له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى و (،نو) ارومرو لازمًا به هغه وايي: زما څخه ټولې سختۍ لاړې، (بيا نو هغه یقینًا (او) بې شكه ډېر خوشالېدونكى وي، ډېر فخر كوونكى وي
11:11↗
إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُم مَّغۡفِرَةٞ وَأَجۡرٞ كَبِيرٞ
11-11 مګر هغه كسان چې صبر يې وكړ او نېك عملونه يې وكړل، دغه كسان (چې دي) د همدوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
11:12↗
فَلَعَلَّكَ تَارِكُۢ بَعۡضَ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيۡكَ وَضَآئِقُۢ بِهِۦ صَدۡرُكَ أَن يَقُولُواْ لَوۡلَآ أُنزِلَ عَلَيۡهِ كَنزٌ أَوۡ جَآءَ مَعَهُۥ مَلَكٌۚ إِنَّمَآ أَنتَ نَذِيرٞۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٌ
11-12 نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى (او خبردار كوونكى) يې او الله په هر شي باندې نګران دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت