د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت یونس

❯

سورت یونس · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 218

10:79↗
وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ ٱئۡتُونِي بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٖ
10-79 او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر)جادوګر راولئ
10:80↗
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلۡقُواْ مَآ أَنتُم مُّلۡقُونَ
10-80 نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ
10:81↗
فَلَمَّآ أَلۡقَوۡاْ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئۡتُم بِهِ ٱلسِّحۡرُۖ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبۡطِلُهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصۡلِحُ عَمَلَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ
10-81 پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي
10:82↗
وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلۡحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُجۡرِمُونَ
10-82 او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي
10:83↗
فَمَآ ءَامَنَ لِمُوسَىٰٓ إِلَّا ذُرِّيَّةٞ مِّن قَوۡمِهِۦ عَلَىٰ خَوۡفٖ مِّن فِرۡعَوۡنَ وَمَلَإِيْهِمۡ أَن يَفۡتِنَهُمۡۚ وَإِنَّ فِرۡعَوۡنَ لَعَالٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلۡمُسۡرِفِينَ
10-83 نو پر موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و
10:84↗
وَقَالَ مُوسَىٰ يَٰقَوۡمِ إِن كُنتُمۡ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيۡهِ تَوَكَّلُوٓاْ إِن كُنتُم مُّسۡلِمِينَ
10-84 او موسٰی وویل: اى زما قومه! كه چېرې تاسو (داسې) یئ چې پر الله مو ایمان راوړى دى، نو خاص په هغه باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مسلمانان یئ
10:85↗
فَقَالُواْ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلۡنَا رَبَّنَا لَا تَجۡعَلۡنَا فِتۡنَةٗ لِّلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
10-85 پس دوى وویل: خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه
10:86↗
وَنَجِّنَا بِرَحۡمَتِكَ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ
10-86 او په خپل رحمت سره مونږ ته له كافرو خلقو نه نجات راكړه
10:87↗
وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوۡمِكُمَا بِمِصۡرَ بُيُوتٗا وَٱجۡعَلُواْ بُيُوتَكُمۡ قِبۡلَةٗ وَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ
10-87 او مونږ موسٰی او د هغه ورور ته وحي وكړه دا چې تاسو د خپل قوم لپاره په مصر كې څه كوټې مقررې كړئ او خپلې كوټې قبله وګرځوئ او تاسو لمونځ قايموئ او ته مومنانو ته زېرى وركړه
10:88↗
وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَآ إِنَّكَ ءَاتَيۡتَ فِرۡعَوۡنَ وَمَلَأَهُۥ زِينَةٗ وَأَمۡوَٰلٗا فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّواْ عَن سَبِيلِكَۖ رَبَّنَا ٱطۡمِسۡ عَلَىٰٓ أَمۡوَٰلِهِمۡ وَٱشۡدُدۡ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَلَا يُؤۡمِنُواْ حَتَّىٰ يَرَوُاْ ٱلۡعَذَابَ ٱلۡأَلِيمَ
10-88 او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى پر زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۴