د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت یونس · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 213
10:34↗
قُلۡ هَلۡ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبۡدَؤُاْ ٱلۡخَلۡقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥۚ قُلِ ٱللَّهُ يَبۡدَؤُاْ ٱلۡخَلۡقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥۖ فَأَنَّىٰ تُؤۡفَكُونَ
10-34 ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟
10:35↗
قُلۡ هَلۡ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهۡدِيٓ إِلَى ٱلۡحَقِّۚ قُلِ ٱللَّهُ يَهۡدِي لِلۡحَقِّۗ أَفَمَن يَهۡدِيٓ إِلَى ٱلۡحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّيٓ إِلَّآ أَن يُهۡدَىٰۖ فَمَا لَكُمۡ كَيۡفَ تَحۡكُمُونَ
10-35 ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو پر تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟
10:36↗
وَمَا يَتَّبِعُ أَكۡثَرُهُمۡ إِلَّا ظَنًّاۚ إِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغۡنِي مِنَ ٱلۡحَقِّ شَيۡـًٔاۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمُۢ بِمَا يَفۡعَلُونَ
10-36 او د دوى زیاتره پیروي نه كوي مګر د ګمان، بېشكه ګمان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه وركوي، بېشكه الله ښه پوه دى پر هغو كارونو چې دوى يې كوي
10:37↗
وَمَا كَانَ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانُ أَن يُفۡتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِن تَصۡدِيقَ ٱلَّذِي بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَتَفۡصِيلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا رَيۡبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
10-37 او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته
10:38↗
أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰهُۖ قُلۡ فَأۡتُواْ بِسُورَةٖ مِّثۡلِهِۦ وَٱدۡعُواْ مَنِ ٱسۡتَطَعۡتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
10-38 ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ
10:39↗
بَلۡ كَذَّبُواْ بِمَا لَمۡ يُحِيطُواْ بِعِلۡمِهِۦ وَلَمَّا يَأۡتِهِمۡ تَأۡوِيلُهُۥۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۖ فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلظَّٰلِمِينَ
10-39 بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى، همدارنګه تكذیب كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟
10:40↗
وَمِنۡهُم مَّن يُؤۡمِنُ بِهِۦ وَمِنۡهُم مَّن لَّا يُؤۡمِنُ بِهِۦۚ وَرَبُّكَ أَعۡلَمُ بِٱلۡمُفۡسِدِينَ
10-40 او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې پر ده ایمان راوړي او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې پر ده ایمان نه راوړي، او ستا رب پر فساد كوونكو تر ټولو ښه پوه دى
10:41↗
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمۡ عَمَلُكُمۡۖ أَنتُم بَرِيٓـُٔونَ مِمَّآ أَعۡمَلُ وَأَنَا۠ بَرِيٓءٞ مِّمَّا تَعۡمَلُونَ
10-41 او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ
10:42↗
وَمِنۡهُم مَّن يَسۡتَمِعُونَ إِلَيۡكَۚ أَفَأَنتَ تُسۡمِعُ ٱلصُّمَّ وَلَوۡ كَانُواْ لَا يَعۡقِلُونَ
10-42 او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته په غور سره غوږ نیسي، ایا نو ته كڼو ته اورول كولى شې اګر كه دوى عقل هم ونه لري؟