د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت توبه

❯

سورت توبه · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 202

9:94↗
يَعۡتَذِرُونَ إِلَيۡكُمۡ إِذَا رَجَعۡتُمۡ إِلَيۡهِمۡۚ قُل لَّا تَعۡتَذِرُواْ لَن نُّؤۡمِنَ لَكُمۡ قَدۡ نَبَّأَنَا ٱللَّهُ مِنۡ أَخۡبَارِكُمۡۚ وَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمۡ وَرَسُولُهُۥ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَٰلِمِ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ
9-94 دوى به تاسو ته عذرونه وړاندې كوي كله چې تاسو دوى ته بېرته راوګرځئ، ته (ورته) ووایه: تاسو عذرونه مه وړاندې كوئ، مونږ به له سره پر تاسو باور ونه كړو، یقینًا الله، مونږ ستاسو له ځینو احوالو نه خبر كړي یو او ژر ده چې الله او د هغه رسول به ستاسو عملونه وویني، بیا به تاسو د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته ورګرځولى شئ، نو هغه به تاسو پر هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
9:95↗
سَيَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمۡ إِذَا ٱنقَلَبۡتُمۡ إِلَيۡهِمۡ لِتُعۡرِضُواْ عَنۡهُمۡۖ فَأَعۡرِضُواْ عَنۡهُمۡۖ إِنَّهُمۡ رِجۡسٞۖ وَمَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ
9-95 یقینًا دوى به تاسو ته پر الله قسمونه خوري، كله چې تاسو دوى ته واپس راشئ، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، نو تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، بېشكه دوى پلیت دي، او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول
9:96↗
يَحۡلِفُونَ لَكُمۡ لِتَرۡضَوۡاْ عَنۡهُمۡۖ فَإِن تَرۡضَوۡاْ عَنۡهُمۡ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَرۡضَىٰ عَنِ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ
9-96 دوى تاسو ته قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه راضي شئ، نو كه تاسو له دوى نه راضي شئ، پس یقینًا الله له فاسق قوم نه نه راضي كېږي
9:97↗
ٱلۡأَعۡرَابُ أَشَدُّ كُفۡرٗا وَنِفَاقٗا وَأَجۡدَرُ أَلَّا يَعۡلَمُواْ حُدُودَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ
9-97 اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي د دې چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله پر خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى
9:98↗
وَمِنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مَن يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغۡرَمٗا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ ٱلدَّوَآئِرَۚ عَلَيۡهِمۡ دَآئِرَةُ ٱلسَّوۡءِۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٞ
9-98 او په اَعرابیانو كې ځینې هغه دي چې (د الله په لار كې) څه چې خرچ كوي (هغه) تاوان ګڼي او ستاسو په باره كې د زمانې د ګردشونو انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
9:99↗
وَمِنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مَن يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَٰتٍ عِندَ ٱللَّهِ وَصَلَوَٰتِ ٱلرَّسُولِۚ أَلَآ إِنَّهَا قُرۡبَةٞ لَّهُمۡۚ سَيُدۡخِلُهُمُ ٱللَّهُ فِي رَحۡمَتِهِۦٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ
9-99 او په اَعرابیانو كې ځینې هغه دي چې پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نږدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نږدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲