د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت اعراف

❯

سورت اعراف · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 176

7:196↗
إِنَّ وَلِـِّۧيَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي نَزَّلَ ٱلۡكِتَٰبَۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى ٱلصَّٰلِحِينَ
7-196 بېشكه زما مددګار هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي
7:197↗
وَٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسۡتَطِيعُونَ نَصۡرَكُمۡ وَلَآ أَنفُسَهُمۡ يَنصُرُونَ
7-197 او هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي
7:198↗
وَإِن تَدۡعُوهُمۡ إِلَى ٱلۡهُدَىٰ لَا يَسۡمَعُواْۖ وَتَرَىٰهُمۡ يَنظُرُونَ إِلَيۡكَ وَهُمۡ لَا يُبۡصِرُونَ
7-198 او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى (ستا بلنه) نه اوري (نه يې قبلوي) او ته به دوى وینې چې (ګويا كې) تا ته ګوري، په داسې حال كې چې دوى لیدل نه كوي
7:199↗
خُذِ ٱلۡعَفۡوَ وَأۡمُرۡ بِٱلۡعُرۡفِ وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡجَٰهِلِينَ
7-199 ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو طريقه راخپله كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه
7:200↗
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ نَزۡغٞ فَٱسۡتَعِذۡ بِٱللَّهِۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
7-200 او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
7:201↗
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ إِذَا مَسَّهُمۡ طَٰٓئِفٞ مِّنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبۡصِرُونَ
7-201 بېشكه هغه كسان چې پرهېزګاره شوي دي؛ كله چې هغوى ته د شیطان له طرف نه څه وسوسه ورسېږي (، نو) دوى (د الله حكم) رایاد كړي، بيا نو ناڅاپه دوى لېدونكي (او بينا) وي
7:202↗
وَإِخۡوَٰنُهُمۡ يَمُدُّونَهُمۡ فِي ٱلۡغَيِّ ثُمَّ لَا يُقۡصِرُونَ
7-202 او د دوى وروڼه دوى لره ګمراهۍ ته راكاږي، بیا نو هغوى هېڅ كمى نه كوي
7:203↗
وَإِذَا لَمۡ تَأۡتِهِم بِـَٔايَةٖ قَالُواْ لَوۡلَا ٱجۡتَبَيۡتَهَاۚ قُلۡ إِنَّمَآ أَتَّبِعُ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيَّ مِن رَّبِّيۚ هَٰذَا بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمۡ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٞ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ
7-203 او كله چې ته دوى ته څه نښه رانه وړې، دوى وايي: ولې دې له خپله ځانه غوره نه كړه، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې زه د هغه څه پیروي كوم چې ما ته د خپل رب له جانبه وحي كېږي، دا ستاسو د رب له جانبه د پوهنې دلايل دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان لري
7:204↗
وَإِذَا قُرِئَ ٱلۡقُرۡءَانُ فَٱسۡتَمِعُواْ لَهُۥ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ
7-204 او كله چې قرآن لوستل كېږي، نو تاسو هغه په غور سره اورئ او خاموشه اوسئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي
7:205↗
وَٱذۡكُر رَّبَّكَ فِي نَفۡسِكَ تَضَرُّعٗا وَخِيفَةٗ وَدُونَ ٱلۡجَهۡرِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ بِٱلۡغُدُوِّ وَٱلۡأٓصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ ٱلۡغَٰفِلِينَ
7-205 او ته خپل رب سبا او بېګاه په خپل زړه كې یادوه په عاجزۍ او وېرې سره او له اوچت اواز نه ټیټ د خبرو (په انداز) كې او له غافلانو څخه مه كېږه
7:206↗
إِنَّ ٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ لَا يَسۡتَكۡبِرُونَ عَنۡ عِبَادَتِهِۦ وَيُسَبِّحُونَهُۥ وَلَهُۥ يَسۡجُدُونَۤ۩
7-206 بېشكه هغه مخلوق چې خپل رب ته نږدې دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او د هغه پاكي بیانوي او خاص هغهٔ ته سجده كوي
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲